زابل کې د اوبو د یو بند د جوړلو کار پیل شو

زابل کې د اوبو د یو بند د جوړلو کار پیل شو


  • 7 مياشتي دمخه (03/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 307

زابل ولایت کې د توري په نوم د اوبو بند د جوړلو کار پیل شو.

مسوولین وايي دا بند به د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د ملي انکشاف ادارې لخوا د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت  د ۱۵ متره په لوړوالي او ۷۳ مترو په سور سره د یوه کال په بهیر کې په اساسي ډول جوړ شي. 

د زابل مسولین وايي د دې بند په جوړیدو سره به زرګونو زابلیانو ته د کار کولو تر څنګ د اوبو د سطحي لوړولو، کرنې ، اقتصادي او سیاحتي برخه کې ګټور تمام شي او تر څنګ به یې په راتلونکي کال کې په مرکز کلات او ولسوالیو کې لسګونه رغنیزي پروژې پلي شي.