د وطن مینه ولې فطري او ذاتي ده!؟

د وطن مینه ولې فطري او ذاتي ده!؟


  • 7 مياشتي دمخه (03/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 299

 

که مونږ د انسان خلقت فلسفې ته د فکر له ذربينه وګورو نو دې پايلې ته رسيږو چې د انسان اصل خاوره ده او انسان له خاورې خلق شوى ، د حضرت عليه سلام ډانچه له خټې چمتو شوې چې خټه د خاورې او اوبو ترکيب او تعامل دى ، بيا په کې ساه پوکيږي او د انسانانو پلار حضرت ع ترې شته کيږي ، خداى تعالى ج پرښتو ته د سجدې امر کوي ترڅو حضرت ادم ع عظمت ته د تعظيم سجده پر ځاى کړي چې همداسې وشول مګر شيطان د خداى ج له امره بغاوت وکړ چې نتيجه يې دده په رټلو تمامه شوه ، د شيطان ادعا همدغه وه چې زما اصل اساس اور دى مانا دا چې زه له اوره ساز شوى يم او ادم ع له خاورې جوړ دى پس تر خاورې اور په مراتبو ډير ځواک لري .

بيا انسان د شرافت او کرامت لايق ګرځي د همدې اعزاز له مخې د زمکې خلافت او نيابت مسوليت ور له غاړې کيږي او تر نورو موجوداتو غوره موجود بلل کيږي او د اشرف المخلوقات لوړه درجه خپلوي .

انسان ته د زمکې د عمران لارښوونه کيږي ، وخت په وخت بيل بيل امتونو ته پيغمبران د پوهاوي په خاطر توظيفيږي يو لک او څلوريشت زره زيات او کم انبيا او رسولان د ځان پيژندنې او خداى ج پېژندې تعليم لپاره ګومارل کيږي .

ځان پيژندنه کې د انسانيت ،شرافت ،کرامت وعيدونه راوړي ترڅو انسان ځان وپيژني او د خپل د خلقت دغه فلسفه وپيژني چې د خداى ج صريح پيغام تشکيلوي (وما خلقت الجن والانس الا ليعبدون )ژباړه :ما انسانان او پيريان د خپل د پرښتنې او عبادت په موخه خلق کړي او پيدا کړي .

دانبياٶ کرامو ټول د رسالت دبحث او بعثت چورليز همدا دوه ټکي دي چې انسان ځان وپيژني او خپل خالق او مالک ج وپيژني .

د ادم ع نه واخله تر خاتم النبين ص پورې دا تسلسل د ښوونکو په توګه يو عظيم ماموريت اجراء کوي چې قران کريم کې د پينځه ويشتو پيغمبرانو له  نومونو يادونه شوې .

ددې انبياٶ وروستني پيغمبر ص وينا خپلو امتونو ته د رسالت واضح پيغام او معرفت همدا و چې (انما انا بعثت معلمآ، و انما انا بعثت لاتمم مکارم اخلاق)ژباړه: په تحقيق سره زه معلم او د اخلاقو ويشونکى او تکميلوونکى رالېږل شوى يم .

د انبياٶ کرامو رسالت کې همدا د انسان پېژندنې فلسفه نهايت مهمه وه د انسان په خلقت کې ملايکو خداى ج ته ويلي و چې دوې به هم د مخکيني موجوداتو په څېر په ځمکه کې فساد وکړي ، خداى ج ورته وويل زه پوهېږم او تاسو ته ددې بحث علم نشته .

نو ځکه انسان ته د شريف او نجيب موجود اعزاز په برخه شو ، قرانکريم په بيلابيلو برخو کې د يشعرون،تشعرون،يتفکرون،تتفکرون،يعقلون او تعقلون پيغامونه راغلي چې ددې منشاء بيرته د انسان حرمت ته رجوع کوي ، انسان همدومره مهذب موجود دى چې خداى ج پرې خپل کتاب نازولوي او بيا وايي که دا کتاب په غرونو نازل شوى واى نو غرونو به انکار کړى واى له ويرې به دا غرونه پارچه پارچه شوي واى .

امام خلدون د عربي نړۍ لوې عالم تېر شوى هغه د انسان د فضليت په برخه کې يو نظر لري وايي:انسان چې د کرامت او شرافت اعزاز ته رسيدلى دا فضليت د فکر له برکته دى ، که فکر له انسانه حذف او منفي شي نو له حېوان سره يې توپير نشته ، نوموړى وايي :حېوان هم جنسي هوس لري ، د ځاى پيداکولو او خوړو خوړلو غريضه لري چې همدا غرايض انسان هم لري پس انسان په فکر د شرافت او کرامت اعزاز خپل کړى چې تر نورو افضل او غوره ګڼل کيږي .

چې خبره رانه اوږده نه شي راځم د بحث په محور يو څه پيچم هغه دا چې د وطن او خاورې مينه ولې فطري ده ؟

يوه برخه يې چې د انسان د خلقت مسله وه په هغې  کافي بحث وشو ، داچې د انسان اصل خاوره وګڼل شوه نو د انسان فطرت له خاورې جوړ شو يا يې روح او خاوره سره و اښکل شول چې جلا والى يې لا ينفک او نه بيلېدونکى دى .

سربېره پردې په انساني رسالت هم وغږېدو او ددې رسالت موخې په دوو نقطو کې خلاصه شوې چې يوه برخه يې د ځان پېژندل و او بله برخه يې د خپل خالق ج پيژندل و .

داچې د انسان عزت او انساني وقار وساتل شي انسان د عباداتو سربېره په کار هم توظيف شو ، د خداى ج داحکامو د تنفيذ او انفاذ لپاره د زمکې په عمران او ابادۍ مکلف شو د زمکې ابادۍ لپاره وسايل اړين وبلل شول ، خداى عزوجل ادم ع ته دټولو اسبابو او وسايلو نومونه ور وښودل د کسبونو او کمالونو يادونه يې وکړه ترڅو انسان خپل ځان اباد او زمکه اباده کړي يانې د بشر د بقاء لپاره د غلو دانو او ارتزاقي موادو په لټون پسې په راوتلو رهنمايي شو .

خقګري،اهنګري،معماري ،نجاري،خياطي او بزګري د انبياٶ کرامو نه شغلي کسبونه انسان ته په ميراث پاتې شول او د همدې کسبونو او کمالونو په مټ زمکه ودانه شوه ، اوبه مهار شوې ، زراعت را وټوکيده ، صنعت رامنځ ته شو تجارت رونق پيداکړ او انسان بوخت شو .

انسان دکمال درجې ته ورسيده ، د انسان زيار هم خداى ج د عبادت برخه وګرځوله که انسان د کار او زيار سره هم مهاله عبادات وکړي کاري برخه يې هم عبادت کې حسابيږي ، رسول اکرم ص لټي او تنبلي غندلې ، سوال يې غندلى لوړ لاس يې تر ټيټ لاس غوره ګڼلى ، د انسانيت معلم ص څنګه چې له کفره يې امان او پناه غوښتې همداسې يې له فقر او نيستۍ هم پناه او امان غوښتې .

داټولې چارې د انسان د شرافت د حفظ او د انساني ژوندانه د بقاء په خاطر تر سره شوي .

د زمکي ابادي د انسان په تکافو او تکامل تماميږي چې هم د انسان معيشت تضمينوي او هم د خداى ج د اوامرو د انفاذ لپاره بستر غوړيږي .

دې برخه کې د امام راغب اصفهاني يو جالب بحث سره مخ کيږو چې هغه د سياست تعريف پرې څرخولى هغه دا تعريف په درې نقطو کې رانغاړي چې عبارت دي له :

١ - عمارۃ الارض

٢- تنفيذ احکام الهي

٣- مکارم الشريعيۃ 

١- د زمکې ودانۍ او جوړول ٢- په زمکې د خداى ج احکام پلي کول او ٣- زمکه کې د انساني اخلاقو خورول 

 پورته درې د بحث چورليز يې سياست خلاصه کړى او ضمن کې يې د انسان د خلقت فلسفه ، د خداى ج وحدانيت او پرښتنه او د انساني ژوند و ژواک برنامه يې وړاندې کړې .

دبحث محور يې زمکه ده که زمکه نه وي ، د خداى ج دين او احکام به چېرته پلي شي ؟

که زمکه ودانه نه شي د انسان معيشت او بقاء به چېرته تضمين شي؟

که زمکه نه وي نو اجتماعي سلوک ،اجتماعي عدالت او انساني برخورودونه به چېرته تنظيم شي؟ او خلاصه دا چې که زمکه نه وي انسان به خپلې اړتياوې له کومه پوره کوي؟ او د انسان بيرته د رجوع کولو ځاى به کوم ځاى وي ؟

د زمکې شتون دانسان د بقاء لپاره اساسي رکن دى ، خاوره چې خوږه او شيرينه ده نو د انسان د وجود خپله برخه ده ، د انسان اصل خاوره ده او بيرته به خپل اصل ته رجوع کوې مانا داچې انسان کله مري د خاورې غيږ کې به بيرته خاورې کيږي نو طبعآ زمکه په انسان حقونه لري د زمکې د ابادۍ حق، د سرسبزۍ حق ، د ساتنې ،دفاع او خونديتوب حق .

او دا رسالت د انبياٶ د وراثت او نيابت په توګه مونږ انسانانو ته پاتې حضرت ابراهيم ع خپل وطن ته دعا کوي (وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَٰذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ)

ژباړه:پروردګاره !

دا ښار د امن ښار کړې ددې ښار وګړي په خداى ج او د اخرت په ورځ ايمان او باور لري دوې په ميوو او نعمتونو ونازوې .

رسول اکرم ص چې کله په هجرت مجبوريږي نو مکې ته مخ ور اړوي او وايي:اى ګران وطنه !اى زما ټاټوبيه که د خداى ج امر نه واى کله به مې هم ستا فراق ته زړه نه و ښه کړى .

فطرتآ انسان ته د مور غيږه او د وطن غيږه خوږه وي انسان چې څنګه د مور په غيږه کې سترګې غړوي او ستريږي همداسې د وطن په غېږه کې خاپوړې کوي او لويږي د ژوند دا خاطرې يې د مرګ تر پولو نه وي هېرې، نو په همدې تړاو د مور له مينې ان د خداى تر پولې خپل فطرت سره مينه لري ، وطن د مور ټيکرى،دمعشوقې پړونى ، د لمانځه څادر او د ډوډۍ شکور ګڼي .

وطن ناموس او لوى ارزښت ګڼي ان تر خپل ځانه ورته تېروي .

د هميش خليل خبره 

موټى خاوره د وطن به پرې ور نه کړم

که په سر د زمکې هر وطن ختن شي 

 

خپله خاوره به په خپلو وينو پالم 

که حاجت يې قرباني زما د تن شي

 

که غليم له ما برى يوړ محبوبې 

ستا پړونى دې زما د تن کفن شي 

لیکوال: محب الرحمن مالیار