پاکستان کرکټ بورډ خپلو څو لوبغاړو ته په تېر ۲۰۲۰م کال کې د ښه لوبېدو په موخه جایزې ورکړې دي.

پاکستان کرکټ بورډ خپلو څو لوبغاړو ته په تېر ۲۰۲۰م کال کې د ښه لوبېدو په موخه جایزې ورکړې دي.


  • 2 اونۍ دمخه (03/01/2021)
  • خالد سهار
  • 84

د پاکستان کرکټ بورډ خپلو څو لوبغاړو ته د تېر ۲۰۲۰م کال په اوږدو کې د ښه لوبېدو په موخه جایزې ورکړې دي.

 

په دې لوبغاړو کې محمد رضوان د پاکستان د ټېسټ لوبو کې د ښه ځلېدو جایزه ترلاسه کړې، د نوموړي ترڅنګ فواد عالم بیا بهترین کرکټر بلل شوی دی، نوموړي د نیوزلېنډ پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه کط ۱۰۲ منډې کړې دي.

 

د یادولو ده، چې د پاکستان ښځینه کرکټ لوبغاړو کې بیا عالیه ریاض د یو کال په اوږدو کې بهترینه لوبغاړې بلل شوې او د کرکټ بورډ له لوري یې جایزه ترلاسه کړې ده.