د کرونا پراختیا؛ هېواد کې ۲۰۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.

د کرونا پراختیا؛ هېواد کې ۲۰۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.


  • 8 مياشتي دمخه (03/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 264

هېواد کې پر کرونا د اخته ناروغانو شمیر تر ۵۲ زره واوښت.

عامې روغتیا وزارت وایي، هیواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي. همدارنګه په دغه موده کې بیا ۱۱۴ نور بېرته رغیدلي او ۸ تنه مړه شوي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، دمګړی په ټول هېواد کې پر دغه ویروس ۵۲ زره او ۹۰۹ تنه اخته شوي او ۴۲ زره او ۴۰۵ تنه ترې بېرته رغیدلي.

عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا په هیوادوالو غږ کړی، چې روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.