تادین خان وایي، د والي حیات الله حیات ادعا بې بنسټه ده.

تادین خان وایي، د والي حیات الله حیات ادعا بې بنسټه ده.


  • 9 مياشتي دمخه (02/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 338

د تادین غبرګون؛

د کندهار د والي خبرې بې بنسټه دي.

د کندهار د امنیې قومندان تادین خان وایي، د والي حیات الله حیات هغه څرګندونې، چې ګواکې کندهار کې ۷۰ سلنه پولیسو خپلې دندې پریښي بې اساسه دي. والي حیات الله حیات ویلي وو، چې په کندهار کې دمګړی ۳۰ سلنه پولیس خپله دنده مخ ته وړي او ۷۰ سلنه هغو یې دندې پریښي، خو جنرال تادین خان بیا وایي، چې اوس مهال په کندهار کې د پولیسو لیکو ته د خلکو لیوالتیا تر بل هر وخت ډېره شوی.

والي حیات الله حیات پخپله وروستۍ مرکه مې یادې څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څو ورځې وړاندې د مشرانو جرګې یو پلاوی کندهار ته تللی وه، او ادعا یې وکړه، چې ددغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې پولیسو ۳۰۰ پوستې په قصدي ډول پریښي.