طالب ډله لاهم په افغانستان کې د جګړې لپاره د مشروعیت دلایل لټوي.

طالب ډله لاهم په افغانستان کې د جګړې لپاره د مشروعیت دلایل لټوي.


  • 3 کاله دمخه (02/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 945

د افغان مذاکراتي پلاوې غړي وایي،طالبان لاهم په یو شمیر مهمو مسائلو کې ورسره د نظر اختلاف لري.

د افغانستان د مذاکراتو د پلاوو یو شمېر غړو کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشار راوړي، تر څو په خپلو خبرو کې نرمښت وښیي. ځکه ددوی په خبره طالب ډله لا هم د افغانستان د یو شمیر مسائلو په اړه خاص دریځ لري، او د همدې دریځ له مخې د خبرو میز کې مخ ته ځي.

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوو غړو دا هم ویلي، چې د طالب ډلې ذهنیت بدلول یو ستونزمن کار دی، دوی وایي، طالبان لاهم په افغانستان کې جګړې ته د مشروعیت دلایل لټوي.

دوی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د سولې دوهم پړاو خبرو ته یواځې د ګوتو په شمیر ورځې پاتې.