راشد خان ته ستر دولتي مډال ورکول کیږي.

راشد خان ته ستر دولتي مډال ورکول کیږي.


  • 6 مياشتي دمخه (01/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 520

ولسمشر غني راشد ته د ستر دولتي مډال ورکولو حکم صادر کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ولسمشر غني په حکم به راشد خان ستر دولتي مډال ورکول کیږي. بورډ وایي، ولسمشر غني د چارو ادارې ته سپارښتنه کړې، چې د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي راشد خان ته ژر تر ژره دولتي مډال ورکړي.

دغه مډال به د یو لړ ځانګړي مراسمو په ترڅ کې ورکول کیږي.

راشد خان د لسیزې غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند وه، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د لسیزې غوره لوبغاړی اعلان شو او یاده جایزه یې وګټله.