د رحمت الله نیکزاد د قتل په تور ۲ تنه نیول شوي

د رحمت الله نیکزاد د قتل په تور ۲ تنه نیول شوي


  • 6 مياشتي دمخه (31/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 190

 

د ملي امنیت لوی ریاست وايي د الجزیرې خبریال او غزني کې د خبریالانو د ټولنې پر رییس  رحمت الله نیکزاد د برید عاملین نیول شوي.

د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې د نیکزاد د وژنې په  تور د حمیدالله او ذکرالله په نوم دوه وسله وال طالبان چې د پنځه زره طالبانو په لیست کې له زندان څخه خوشې شوي وو نیولي دی.

د خبرپاڼې له مخې دغه کسان له خوشې کیدو وروسته په غزني ښار کې د طالبانو د هدفي ترورونو له مسوول قاري عبید سره یوځای شوي وو.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه کسان د رحمت الله نیکزاد، یو قاضي او دغه راز د مستوفیت د دوه کارکوونکو په ترور کې لاس لري.

ملي امنیت وایي یادو کسانو په لومړنیو څیړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.