کابل کې ماین چاودنې یو تن وواژه

کابل کې ماین چاودنې یو تن وواژه


  • 11 مياشتي دمخه (31/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 279

د کابل امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي نن سهار شاوخوا ۸ بجې او ۱۵ دقیقې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند چهلستون سیمه کې پر یو کرولا ډوله موټر مقناطیسي ماین چاودنه وکړه چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

عیني شاهدان وایي، چاودنه په یو دولتي موټر شوې، چې له امله یوتن ووژل شو او څو تنه نور ټپیان دي.

د چارو اداري رییس فضل محمود فضلي پر خپل ټویټر لیکلي چې چاودنه د چارو ادارې د سلاکارانو د انسجام ریاست د مرستیال جاوید ولي پر لیږدونکي موټر شوې چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شوی او موټر چلونکی یې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې کابل ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوي او همدې چارې د خلکو اندیښنې زیاتې کړې دي.