په ښارونو کې مبهم بریدونه د طالبانو نوي پلانونه دي.

په ښارونو کې مبهم بریدونه د طالبانو نوي پلانونه دي.


  • 6 مياشتي دمخه (30/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 175

افغان حکومت وایي، طالب لوری هڅه کوي د حکومت او ولس ترمنځ واټن پیدا کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، طالبان سولې ته پاک نیت نلري. نوموړی وایي، طالبان هڅه کوي، په بیلابیلو ځایونو کې بریدونه ترسره کړي او افغان حکومت کمزوری وښیي، دصدیقي په خبره په ښارونو کې بریدونه کول او مسؤلیت نه منل د طالبانو هغه نوې تګلاره ده، چې له مخې یې غواړي افعان حکومت کمزوری معرفي کړي او د مذاکراتو په میز کې ځانونه بریالي وښیي. دی وایي افغان امنیتي ځواکونه په پوره توان هڅه کوي، تر څو ددوی ددغه ډول بریدونو مخه ونیسي.