کندهار کې ۸ وسله وال وژل شوي

کندهار کې ۸ وسله وال وژل شوي


  • 7 مياشتي دمخه (29/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 229

 

د کندهار امنیتي مسوولین وایي افغان ځواکونو ددغه ولایت په ارغنداب او دامان ولسوالیو کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۸ وسله وال طالبان چې د سړک غاړې ماینونه یې ځای پر ځای کول وژلي او یو بل یې ژوندی نیولی دی.

د چارواکو په وینا د یادو وسله والو له ډلې ۴ تنه د دامان ولسوالۍ په خوشاب سیمه او ۴ تنه په ارغنداب ولسوالۍ کې وژل شوي.

د مسوولینو په وینا ددغو عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو درې کړۍ ماینونه هم تر لاسه او شنډ کړي دي.