د راشد خان ایوارډ - میکانیزم

د راشد خان ایوارډ - میکانیزم


  • 7 مياشتي دمخه (29/12/2020)
  • مشتاق رحیم
  • 329

لومړی خو دې ټول ملت ته دغه ستره لاسته راوړنه مبارک وي. د راشد ایوارډ نړۍ ته دا ستر پیغام لیږدوي چې که افغان وطن لږه موده هم نسبي امن کې پاتې شي نو دا وطن د شهکارونو ټاټوبی دی. همدا راز، دا ایوارډ کور دننه مونږ ټولو ته دا انګیزه لري چې کار او زیار، د هیواد او ولس خدمت سړي ته نیک نوم او درنښت ګټي. 

پوهیږم چې د تیر نړیوال جام له کبله ټول له راشد او نبي ګیلې لرو، د اضغر شخصي اغراض پالل مو کړوي، خفه کوي او د کرکټ په زیان تمامیږي خو دا ټولې کیسې کور دننه دي. کور دننه به خپلو کې ناندرۍ کوو، خو دا په دې مانا نه ده چې خپل ستر ویاړونه د خپل منځي ګیلو او کیسو قرباني کړو. راشد د دې وطن ویاړ دی، ویاړ یې راوړی او مونږ پرې ویاړو. 

ټویټر کې یو ملګري د ایوارډونو د ویش په اړه نقد په رڼا کې مې لازمه وګڼله چې د ویش میکانیزم تشریح او واضح کړم ترڅو ملګري پوه شي چې دا ایوارډونه څنګه ویشل شوي.

د ویش میکانیزم: 

۱. دا ایوارډونه د ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۲۰ کال پورې هغه لوبغاړو ته ورکول کیدل چې کم تر کمه پنځه کاله یې لوبه کړې وي او په دغه موده کې یې دوامداره خپله وړتیا ښودلې وي. کوم کارکړنې چې د ایوارډ دپاره په نظر کې نیول کیدې، هغه ټولې د نړیوالو لوبو وې، یعني آي پي ایل او ورته سوداګریز لیګونه د دې بهیر په لړ کې نظر کې نه دي نیول شوي. 

۲. د ایوارډ د ویش دپاره د آی سي سي لخوا یو لانګ لسټ جوړ شوی وو چې د کارپوهانو، پخوانیو لوبغاړو، مبصرینو، د کرکټ د احصایې څارونکو او ژورنالستانو لخوا ترې شارټ لسټ جوړ شو. د افغانستان په استازیتوب ایمل پسرلی په دغه کمیټه کې ګډونوال وو او د رای حق یې پکې درلود.

۳. شارټ لسټ مینه والو ته رای اچولو دپاره وړاندې شو چې ټولټال ۱.۵ میلونه خلکو په دغه بهیر کې رایه وکاروله. ټولې کارول شوې رایې ۵.۳ میلیونه وې.

۴. د ایوارډ ورکولو په برخه کې د مینه والو رایو یوازې ۱۰ سلنه وزن درلود او ۹۰ سلنه د ټاکنې حق بیا ټاکونکې ډلې ته ورکړل شو. یعنې بیا هم د ټاکونکې ډلې رایې اهمیت درلود. د سپرټ اف کرکټ ایوارډ یوازینی داسې ایوارډ وو چې هغه سل په سلو کې د مینه والو په رایه ورکړل شو. 

۵. اکثریت آرا په بنا راشد، ورات کوهلي، ایلس پیري، سټیف سمت، کیترین برایس او ایم ایس دهوني په بیلا بیلو برخو کې ایوارډونه وګټل.

مطلب ایوارډونه لکه زمونږ د ولسي او مشرانو جرګې د ستاینلیکونو په څیر هوايي ډزې نه وې بلکې پوره یوه پروسه په کار اچول شوې وه. بله دا چې د کرکټ د نړۍ ډیر معتبره کسان په کمیټه کې وو او ټولو هیوادونو متناسب ګډون درلود. 

د ټاکونکې ډلې او شارټ لسټ تفصیل د آی سي سي په پاڼه کتلی شئ. 

https://www.icc-cricket.com/media-releases/1956755