پر خبریالانو او مدني فعالانو وروستي بریدونه و ارزول شول

پر خبریالانو او مدني فعالانو وروستي بریدونه و ارزول شول


  • 8 مياشتي دمخه (27/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 261

د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د حکومت او رسنیو ګډه کمیټه کې پر خبریالانو او مدني فعالانو وروستي بریدونه و ارزول شول.

په دغه غونډه کې چې لوی څارنوال, د کورنیو چارو وزیر, د ملي امنیت مرستیالانو او د یادې کميټې غړو ګډون درلود امنیتي بنسټونو د خپلو اجراتو راپور وړاندې کړ او د ولسمشر مرستیال د ورته بریدونو د مخنیوي په اړه امنیتي ادارو ته سپارښتنه وکړه چې لازم او جدي اقدامات تر سره کړي.

دانش دغه راز له رسنیو هم وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو هڅې او اقدامات دې هم له پامه نه غورځوي.

د کورنیو چارو وزیر وویل وسله والو په جګړه کې ماتې خوړلې او وروستیو کې یې پر نرمو اهدافو بریدونو باندې تمرکز کړی او زیاته یې کړه چې د یما سیاوش د قتل په تور ۳ تنه, د الیاس داعي د قتل په تور یو تن او د رحمت الله نیکزاد د قتل په تور هم یو تن نیول شوی او تر څیړنو لاندې دي.

نوموړی دغه راز وایي د فردین امیني د قتل په تړاو هم څیړنې روانې دي, د مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ د وژلو په تور دوه تنه, د ملالې میوند د وژل کیدو په تور دوه تنه نیول شوي خو د یوسف رشید د وژل کیدو په تور تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو پلټنې روانې دي.

دغه راز د ملي امنیت مسوولینو وویل وروستیو ورځو کې یې د ترهګرو درې ډلې چې ۱۵ کسان کیږي نیولي او په وینا يې دغه کسان د هدفي وژنو لپاره هیواد ته راغلي وو.

ټاکل شوې ډير ژر د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا هم ځانګړې ناسته تر سره کړي.