لوګر کې یو ښوونځی بیا ورغول شو

لوګر کې یو ښوونځی بیا ورغول شو


  • 3 کاله دمخه (27/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1025

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي ددغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ اړوند د جابر کلا په نوم د منځني ښوونځي د ودانۍ ویجاړې شوې برخې بیا ورغول شوې.

د چارواکو په وینا دغه ښوونځی چې د ۴۰۰ زده کوونکو د زده کړو وړتیا لري د یاد ریاست له عادي بودیجې څخه رغول شوی.

د مسوولینو په وینا د روان کال بهیر کې یو شمیر نور ښوونځي هم د یاد ریاست په عادي بودیجې سره رغاول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په لوګر کې یو شمیر ښوونځي د وسله والو طالبانو له خو بند دي او له امله یې سلګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.