هلمند کې د القاعده شبکې ۴غړي او ۲۶ طالبان وژل شوي دي.

هلمند کې د القاعده شبکې ۴غړي او ۲۶ طالبان وژل شوي دي.


  • 1 کال دمخه (26/12/2020)
  • خالد سهار
  • 465

د ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ هلمند کې د القاعده شبکې ۴ غړي او ۲۶ طالبان وژل شوي دي.

 

وزارت وایي، طالبانو پلان درلود چې د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ مومن خان اړوند سیمه کې ماینونه ځای پر ځای کړي، چې د هوایي ځواک بریدونو په پایله کې دهند شبه جزیرې لپاره د القاعده شبکې ۴ تنو په ګډون ۱۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

دغه راز وزارت زیاتوي، چې تېره ورځ طالبانو د هلمند ولایت اړوند سیمو کې د فاعي، امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید يه موخه سره راټول شوي وو، چې د ۴ جلا هوایي بریدونو په پایله کې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.