ملابرادر په پاکستان کې درې کړنې تر سره کړي.

ملابرادر په پاکستان کې درې کړنې تر سره کړي.


  • 9 مياشتي دمخه (24/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 311

امرالله صالح وایي، ملابرادر په پاکستان کې درې کارونه ترسره کړي، په روغتون کې د هغو ټپي طالبانو پوښتنه، چې بغیر له ویزې هلته میشت دي، د جنګي مورال لوړولو لپاره د طالبانو له یو روزنیز کمیپ لیدنه او د پاکستان له حکومت مننه چې تر دامهاله یې د طالبانو ملاتړ کړی.

له دوه ورځو راهیسې په ټولیزو رسنیو کې یوه ویډو لاس په لاس کیږي، چې پکې لیدل کیږي، ملابرادر له طالب وسلوالو سره روغبړ کوي، دغې ویډیو په خواله رسنیو کې سخت غبرګونونه راپارولي.