میسي د ډېرو ګولونو وهلو نوی ریکاډ جوړ کړ.

میسي د ډېرو ګولونو وهلو نوی ریکاډ جوړ کړ.


  • 8 مياشتي دمخه (24/12/2020)
  • خالد سهار
  • 460

میسي د ډېرو ګولونو وهلو نوی ریکارډ جوړ کړ.

 

د ارجنټاین هېواد د فوټبال ملي لوبډلې او اسپانوي کلب بارسلونا نومیالي لوبغاړي لیونل میسي د مشهور فوټبالر پیلی نړیوال ریکاډ مات کړ او پر ځای یې خپل ریکاډ جوړ کړ.

 

تر نوموړي وړاندې د تر ټولو زیاتو ګولونو وهلو دا ستر ریکاډ د برازیل هېواد د پخواني نامتو لوبغاړي پیلی په نوم و، چې اوس د سپېن د فوټبال کلب بارسلونا لپاره لیونل میسي ۶۴۴ ګولونو په وهلو سره د یو کلب لپاره د تر ټولو زیاتو ګولونو وهلو ریکاډ په خپل نوم کړ.

 

د یادونې وړ ده، چې لیونل میسي تېره ورځ د لالیګا په لوبه کې ۶۴۴ ګولونه پوره کړل او دا ستر ریکاډ یې په خپل نوم کړ.