د کندهار د حج او اوقافو رییس وسله وال برید کې ټپي شو

د کندهار د حج او اوقافو رییس وسله وال برید کې ټپي شو


  • 7 مياشتي دمخه (24/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 218

د کندهار د حج او اوقافو رئيس په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی.

چارواکي وایي، وسله والو د کندهار ښار دیارلسمې حوزې اړوند چوڼۍ سیمه کي د کندهار د حج او اقافو پر رییس، چي موټر کي و برید کړی، چې په دې برید کې نوموړی ټپي شوی او موټر چلوونکی یې وژل شوی دی.

د برید پرمهال موټر د چلوونکي له کنټرول څخه وتلی د عامو خلکو دوکان ته ننوتی او څلور ملکي کسان یې نور هم ټپیان کړي دي.