یونما په افغانستان کې روانو حالاتو ته اندیښمنه ده.

یونما په افغانستان کې روانو حالاتو ته اندیښمنه ده.


  • 1 کال دمخه (24/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 478

 

 

ملګري ملتونه په افغانستان کې وروستیو بریدونو اندیښمن کړي.

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې وروستۍ هدفي وژنې د اندیښنې وړ دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یو خپره کړې اعلامیه کې وروستیو بریدونو ته اندیښنه ښودلې، او دغه بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي. په اعلامیه کې دغه دفتر د اوربند د تامین او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل کیدو غوښتنه هم کړې.

یونما دغه اعلامیه په داسې حال کې خپروي، چې په دې وروستیو کې ان پلازمینه کابل هم هر سهار د یو برید یا چاودنې شاهد وي.