کابل کې د پولیسو پر رنجر چاودنه شوې

کابل کې د پولیسو پر رنجر چاودنه شوې


  • 7 مياشتي دمخه (23/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 171

 

د کابل ښار د دوولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پوليسو پر رنجر موټر د مقناطيسي ماين چاودنه شوې.

د کابل امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.

د سرچینې په خبره مقناطیسي ماین پر رنجر ډوله موټر پورې نښلول شوی و چې د چاودنې له امله یې یو پولیس افسر وژل شوی او یو بل ټپي دی.

تر اوسه د دې برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی .

داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې مقناطسي ماین چاودنې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.