له ولسمشر غني سره د کریستوفر میلر لیدنه

له ولسمشر غني سره د کریستوفر میلر لیدنه


  • 9 مياشتي دمخه (23/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 229

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست له ولسمشر غني سره یې کتلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د امریکامتحدو ایالتونو د دفاع وزارت سرپرست کریستوفرمیلر د یو پلاوي په مشرۍ راغلی او له ولسمشر غني سره یې د سولې پروسې او ځینو نورو مسائیلو په تړاو خبرې کړي دي.

ارګ وایي په دې مجلس کې، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې، د افغانستان او سیمې د وضعیت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لازیات ملاتړ په اړه بحث او خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي دي، چې د امریکا متحدو ایالتونو حکومت به تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ پاتې شي.

 د امریکا د دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د دواړو لوریو د تلپاتې اوربند پر ټينګښت ټینګار کړی دي.