خوست کې چاودنې  شپږ تنه ووژل او ۶ نور ټپیان کړل

خوست کې چاودنې شپږ تنه ووژل او ۶ نور ټپیان کړل


  • 9 مياشتي دمخه (22/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 226

 

خوست ولایت کې د چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي دي.

د خوست ولایت ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د دوو نظامیانو په ګډون ۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

ځايي چارواکو ویلي دا پېښه د دغه ولایت په صبریو ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو یو موټر پر سړک غاړې ماین وربرابر شو.

د پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.