د ولسمشر غني او مککینزي لیدنه

د ولسمشر غني او مککینزي لیدنه


  • 3 کاله دمخه (22/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1066

 

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مککینزي تېر ماښام په ارګ کې له ولسمشر غني سره کتلي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د امریکایي پوځ قومندان جنرال سکاټ مېلر او د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد هم حضور درلود.

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان یو ځل بیا ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې له افغان ځواکونو به د امریکا ملاتړ دوامداره وي.

مککینزي ویلي دوی د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او امریکا د افغان پوځ ملاتړ ته ژمنه ده.

دواړو لورو همدا راز په دې لیدنه کې پر روان تاوتریخوالي او د سولې پر بهیر بحثونه کړي او ټینګار یې کړی چې ژر تر ژره باید یو دایمي اوربند ته لار هواره کړل شي.