پر ګلپاڼو مَېن بلبل او نوې نغمې يې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • احسان الله درمل
  • 303

د جلان په اړه تر ټولو ښه قضاوت ښايي دده په شعر كې ومومو.
له كاڼي جوړه كړي هينداره پوخ كمال هم لري
د غره شډل پډل شاعر مې داسې خيال هم لري

هو! جلان د غرونو او ځنګلونو په يوه شاعرانه سيمه كې راوټوكېد او په ډېره تانده ځوانۍ كې يې د خپل هنر په تيشه د خبرو له كاڼو د سندرو د ايينه جوړونې پېشه غوره كړه. كه څه هم د جلان صاحب د شاعر كېدو سيمه د ليكني ادب او هنر ډېره زرخيزه سيمه نه وه، خو د ولسي ادب او مرغلرو لويې پانګې د خلكو په سينو كې خوندي وې )او لا هم دي(. جلان له دې ادب څخه د رنګ پر اخستلو سربيره هم د يوه جدي شاعر په توګه راڅرګند شو. ده لومړۍ د خپل شا و خوا شاعران پر ځان راټول كړل او د ځاځي بابا ادبي ټولنه يې جوړه كړه او په دې توګه يې په ځاځيو كې د ادبي فعاليتونو لړۍ پيل كړه. په لومړيو كې له شعر سره د جلان مينه دومره اورنۍ وه، چې تاو به يې تر كرمې ايحنسۍ هم راورسېد او ان كله كله خو به دې مينې پخپله هم ناڅاپه راوپېښ كړ:
ناڅاپه، چې راوپېښ شولې جانانه څومره ښه
پــــــرون مې ستا په نوم پسې خبرې غزېدې

كله، چې افغان ادبي بهير له پېښوره كابل ته وكوچېد، نو په كابل كې ورسره د يوه نوي ګډونوال په توګه جلان هم يو ځاى شو. د خوښۍ خبره دا وه، چې جلان د افغاني ادبي بهير د جدي غونډو او كره كتنې له بټۍ څخه هم د يوه بريالي شاعر په توګه راووت او د مشرانو او كشرانو تر منځ په يوه خوله د يوه ښه شاعر په توګه وپېژندل شو. كه څه هم ښايي ډېرو علمي او غير علمي تشويقونو كله كله دده هنري مزل ټكنى كړى هم وي خو يوه خبره په زبات ورسېده، چې سړى شاعر دى.
تېر كال د جلان لومړۍ شعري مجموعه )د ګلپاڼو اټن( چاپ شوه، چې ښايي دا كتاب د ډيزاين او صحافت له مخې د پښتو د ډېرو ښكليو كتابونو له ډلې څخه يو دى. جلان پخپله لومړۍ مجموعه كې خپله پخوانۍ او د څو وروستيو كلونو د شاعرۍ يوه برخه راغونډه كړې ده، چې غزلې، نظمونه او قطعې يې پكې چاپ كړي  دي.
د جلان په شاعرۍ كې رنګيني، عاطفه، تخيل او دده د خپل زړه واردات داسې سره غاړه غړۍ شوي دي، چې له امتزاجه يې دده په څېر يوه دنګه شرنګېدلې شاعري زېږېدلې ده. تر ټولو لويه خبره، چې ماته د جلان د شعر ځانګړنه ښكاري هغه كليواله او عاطفي ژبه ده، چې جلان په ځانګړي ډول د خپل كلي د خلكو له خولو د خپل شعر لپاره راپور كړې ده. كليوال تركيبونه  او ولسي عاميانه يا فولكوري عقايد، كږنې او انګېرنې يوه بله ځانګړه ده، چې د جلان په شاعرۍ كې شته په دې توګه كېداى شي د هغه دا دعوه تر يوه حده ورسره ومنو، چې:
تركيب مې خپل او خيال مې خپل، غږېږو ټول په پښتو
د چـــــــــــــا پور نه منم او زه هم په چا پور نه  لـــــــــــــــــــــرم

يوه خبره بايد وكړم، چې جلان په ځاځيو كې هم د يوه داسې كلي اوسېدونكى دى، چې په عامو خبرو كې تر ډېره حده له شاعرانه تركيبونو څخه كار اخلي. هغه خلك، چې په نثر كې د شعر خبره كوي كله كله ماته د كليوالو خلكو په خبرو كې ريښتيا معلومه شي.
نو كله، چې دى په شعوري يا غير شعوري ډول د خپل كلي ژبې او ځانګړې لهجې ته مخه كوي سړى فكر كوي، چې جلان استعارې يا تشبيه ته پام كړى دى خو كه دده له ځانګړې كليوالې لهجې سره څوك بلد وي پوهېږي، چې سړى د استعارو او تشبيهاتو پر تياره پانګه ورپېښ شوې دى. زه نه وايم، چې تر معياري ليكنۍ ژبې لهجه غوره ده خو د شاعر وسايل كلمات دي او كله كله د ګړنۍ وييپانګې ځينې كلمات تر معياري ژبې ډېر شاعرانه او ښكلي وي. بله دا، چې كه شاعر په هنري او شاعرانه ډول ځينې ښكلي كلمات د شعر قلمرو ته داخل كړل ښايي د ليكنۍ وييپانګې برخه وګرځي او په دې توګه به ورسره زموږ د معياري ژبې ذخيره هم زياته شي. ددې خبرو مطلب دا نه دى، چې جلان د خپلې كليوالې ژبې او تركيبونو په كاورنه كې فوق العاده بريالى دى، بلكې كله خو هغه ډېر كارېدلي كلمات هم غير شاعرانه كاروي، چې وروسته به بحث  پرې وكړو خو يوازې كه د شعر د ځينو سبكي ځانګړنو خبره وي، نو بيا ښايي، چې د جلان په شعر كې پورتنۍ خبرې هم په پام كې ولرو، ځكه د شاعر او ليكوال هره ځانګړنه د هغه د سبك يو جز وي البته د ادبي او غير ادبي سبكونو بېلول بېله مسله ده. جلان صاحب وايي:
پـــى مخي مخ كې د غصې كرښې ساده جانانه
څـــــــــــــه تور خاپونه د جنت په ديواله جوړوې

او يا:
ســــــــــــــــــپينه ايينه يې تپي تپي كړه
وخت، چــــــې د جلان مينه تـرووره كړه

فكر كوم په دې بيتونو كې به هر شاعر د خاپونواو تپو پر ځاى داغونه ليكلي وو خو جلان، چې له ګړنۍ ژبې سره ځانګړې دلچسپي لري ډېر ځايه خاپونه او تپي كاروي.
د ګل مخ باندې وېده ښكلوكى څوك دى؟
د ښايست په لباس پټ پستوكى څوك دى؟
دا د غوڅ زړګي پرهار باندې، چې پښې ږدې
د غرور په لار روان مستوكى څوك دى؟
د مخ پړك يې د نښترو څڼې ښكل كړې
د كنډو پر سر ولاړ سپينوكى څوك دى؟

كېداى شي زما په څېر به تاسو هم په لومړي ځل )په ځانګړې توګه په شعر كې( د پستوكي، مستوكي، او سپينوكي له كلماتو سره مخ كېږئ خو جلان صاحب او كليوال يې پاسته، مست او سپين ته دميني له امله همدا كلمات كاروي نو! خو يوه خبره ده، چې له دې ډول شعرونو څخه د خوند اخيستلو ساحه ښايي يو څه محدوده وي، ځكه له هر نوي او نابلده شي سره د انسان ذوق او جسم په لومړي ځل په اسانه توافق نكوي.
زموږ خوا ته، چې يو څوك يا ډېرې خبرې كوي او يا له كوم چا سره د خبرو بهانې لټوي، نو خلك ورپورې وايي، چې فلانى په خبرو پسې خوله ګرځوي. جلان صاحب وايي:
بېكاره نه يمه دا هم لوى مصروفيت ګڼمه
ستا په وړو، وړو خبرو پسې خوله ګرځوم

په لاندې بيت كې هم د دنيا چاڼول )دنيا غوښتل، دنيا په بل مخ اړول، لټول( او د )سپينچكه( خبرې د جلان صاحب د كلي ژبه ده.
پرون يې تا پسې دنيا چاڼ كړه خبر يې كه نه؟
سپينچكه لمر درنه يو څو جلوې په پور اخلي

د ځينو كليوالو او ولسي رواجونو، كږنو او انګېرنو بېلګې يې هم ولولئ، چې ښايي په ځانګړې توګه د ښاغلي حنيف حيران لپاره په زړه پورې وي زه به يې تشريح هم هغه ته پرېږدم او يوازې د بېلګو په راوړلو به يې بسنه وكړم.
لكه  انار، چې ناوې مات كړي په ديوال مات شي
داسې مې ستا د بڼو سيوري لاندې خيال مات شي
بيا به د اوو چينو زرينې شګې څوك پخې كړي
كه د يارسترګو نه د كوډو تور بنګال مات شي
نن د زيارت نغري بيا غواړي د نذر ډوډۍ
ته د جمعې په شپه مدام ځې، چې راونه غورځې
كه نه يې زړه كې مې يې ګرانه پښتنو كې رواج
مړي قبرو ته وړي واپس ترينه پټكي راوړي
وايي دوه ستوري سره غيږ په غيږ شي سوال قبلېږي
اى تور پړونې بوډۍ وايه هغه كومې شپې دي؟

او داسې نور ډېر بيتونه...
كه څه هم نوې ادب پوهنه او كره كتنه د زړې هغې پر ځاى ډېر په دې پسې سر نه ګرځوي، چې شاعر څه ويلي دي )څنګه ويل مهم دي( خو څرنګه، چې موږ په پيل كې د جلان صاحب د ځينو ځانګړنو خبره كوله، نو د دې خبرو يادول هم اړين وو، ځكه د شاعرانو زياتره ځانګړتياوې له درې برخو جوړې وي.
د شاعر ځانګړې نظريه ، د كلماتو انتخاب، او قاعده ماتېدنه. له ځانګړې نظريې هدف دا دى، چې هر شاعر، چې نوې خبره كوي، نو د كولو انداز به يې هم نوى وي اوكه خبره يې د بل چا وي، نو زياتره وخت يې د كولو انداز هم خپل نه وي. د كلماتو له انتخاب څخه مراد د بېلا بېلو شاعرانو په لاس د مترادفو كلماتو ټاكنه ده د چا به خاپونه او تپي خوښ وي او چا ته به داغونه خوند وركوي ځينې سپين مخي وايي خو د سپينچكو شوقيان هم شته. د قاعده ماتېدنې مطلب دا دى، چې شاعر له عادي يا اتومات ژبې څخه څومره انحراف كړى دى او ايا دا انحراف يې شاعرانه او منطقي دى كه نه؟ د فورموليسټو له نظره ادبي ژبه يا هنريت هله رامنځته كېږي، چې د عادي ژبې اصول مات شي )Deviation from the norm( د جلان په شعر كې به په دې درېيمه موضوع لږ وروسته وغږېږو خو اوس به يې ځينې نور شعرونه سره وشرنګوو.
د جلان په شعر كې ډېره ځايه يوه ژوره عاطفه محسوسوو هغه ددې لپاره، چې په شعر كې عاطفه پيدا كړي كله كله له خپل محبوب سره په داسې ژبه خبرې كوي لكه لويان، چې ماشومانو ته د مينې او عاطفې لپاره ځينې كلمات كاروي.
په سرو ګوتكيو د جلان د زړه ټوټې ټولې كړه
د روح لاسو ته يې د مرګ د ځنځير شرنګ غږېږي

دلته ګوتو ته ګوتكۍ ويل زما په فكر بې ځايه نه دي، ځكه يو خو ددې كلمې تر شا د شاعر مينه او عاطفه پټه ده او بل دا، چې له موږ سره د هغه د محبوب د ګوتو د ښكلا تصور هم پيدا كوي. جلان تل د وېده كېدو پر ځاى للو كېدل راوړي. للو د ماشومانو د خوب سندرې دي، چې ميندې يې ورته وايي: كله، چې ماشوم خوب ته هڅوو، نو ورته وايو، چې وېده شه،بلكې ورته وايو للو شه، ځكه خو، چې موږ كله هم اللو يا للو اورو ښايي خوند راكړي. جلان ماشوم نه دى خو كله، چې دى هماغه د ماشومتوب د وخت كلمات كاروي، نو پوهېږو، چې شعر ته د عاطفې د راوړلو لپاره د ماشومتوب له عاطفي ژبې پور اخلي.
هسې للو شم د سحر د بانګ نه لږ څه وړاندې
د سحر لمونځ ګرانه همېش په لمر خاته ګرځوم

يا دا چې:
پوښتې مو نو نور څله، چې ژوند څه دى حالت څه دى؟
جانانه موږ للو كړل په زړګيو انګارونه

د دنګ تخيل او تناسب بېلګه يې وګورئ؟
بيا يوې تورپړونې نغمه ګر چم راخاموش كړلو
ځم د لمر مطرب نه د جلوو د رباب ترنګ راوړم

د جلان ځينې پخواني غزلونه )1280_1382( هم په دې كتاب كې راغلي دي. زما په فكر خو د جلان ډېره ښكلې بې تكلفه او بې تصنعه شاعري د هماغوكلونو شاعري ده، ځكه دلته شاعر هڅه كوله، چې د تخيل او فكر تر منځ موازيتوب برقرار وساتي او ډېر ځله همداسې شوي هم دي خو وروسته يې، چې ما كله غزلونه لوستي پر شاعر د لوړ خيال مينه دومره غالبه شوې ده، چې حتى كله كله يې شعر تكلف او تصنع ته ورنږدې كړى كله ور څخه شاعرانه منطق زخمي شوى او كله هم شعر د لوستونكي له پوهې لوړ شوى دى زه فكر كوم په دې كتاب كې د ځينو پخوانيو غزلونو سره لكه:
رنګ د محبت په شيبو پروت ښه دى
او يا:
ستا د مخ جلوې كه پېغلتوب ته رسېدلي دي

د شاعر ډېر كم وروستي غزلونه سيالي كولى شي. زه د ليكنې دا طناب له ډاره ډېرې بېلګې نه راوړم خو لوستونكي د جلان په كتاب كې ددې خبرې پته لګولى شي د كره كتونكو په اند ادبي ژبه هله رامنځته كېږي، چې خلك له عادي ژبې ستړي شي او كوم باغي هنرمند راپاڅي. د عادي ژبې د اصولو بتان مات كاندي او د نا اشناتوب لپاره لاره هواره كړي. خو كله كله ادبي ژبه هم د شاعرانو تر منځ تكرار شي، چې نور پكې نا اشناتوب پاتې نه شي او ارزښت يې عادي ژبې ته راټيټ شي په داسې وخت كې ښه شاعران بيا هڅه كوي، چې په همدې يو ځل نا اشنا شوې ژبه كې بېرته نوى نا اشناتوب راپيدا كړي د نرګس او سترګو تشبيه نوره نااشنا نه ده خو ښايي ددې دوو ښكليو توكيو تر منځ ښه شاعران داسې نوې تخيلي اړيكې هم كشف كړي، چې نااشناتوب به ورسره غوټه وي.
موږ ډېر كله د شاعرانو داسې خبرې اورېدلي دي چې:
بيا به ته راپسې ژاړې زه به نه يم
كه جهان راپسې غواړې زه به نه يم

جلان همدا زړه خبره په ډېر جانانه او ښكلي انداز كړې ده:
هله به ښكل كړې د جلان تندى د خيال په شونډو
چې مړه ډيوه د اسوېليو په لمبه لګوې

د جلان په شعر كې مينه پرېمانه ده خو د ژوند او وخت ناخوالې هم پكې راغلي دي مهمه دا نه ده، چې هغه ډېرو موضوعاتو ته رسېدلى، مهمه خو داده، چې هڅه يې كړې ده، چې هر څه شاعرانه ووايي:
راړنګه شه پخې شپې د ديدار لپاره وي
ساړه ساړه وختونه خور د وار لپاره وي
د زړونو راكړه وركړه ده په مينه كې اړينه
په ژوند كې خو پيدا سړى د كار لپاره وي
په تاسې كې خو ستر خلك وي سترې سرمايې
په موږ كې خو د  سر سړي د دار لپاره وي
د چپ ناستي دې ځار شم څه خو ووايه جانانه
حجرې د پښتنو خو د بنډار لپاره وي

جلان، چې ما ليدلى و له كره كتنې او نقد سره يې دده په اصطلاح بې كچه مينه درلوده خو يوه بيت يې زه شكمن كړم:
ګرانه بېلتون دې زمانې لره پيكه كړم داسې
لكه د ځوان شاعر غزل، چې بې مطلبه ووځي

په زړه كې مې وويل هسې نه، چې جلان په ځينو خبرو پيكه شي خو بيا مې ځان په دې ډاډه كړ، چې ښايي هغه پخپل دې بيت كې لكه ترې معلومېږي، چې د هغو ځينو كم ظرفو ځوانانو له زړونو راغلى وي، چې يو څوك يې پرهنر نيوكه وكړي او دوى پيكه شي. خو جلان زه پېژنم، چې په نيوكه نه يوازې دا، چې پيكه كېږي نه، بلكې هنريې رنګ ترې اخلي هغه د كتاب تر چاپ وروسته زما پر وړاندې په ډېرو خلكو غاړه بنده كړې ده، چې نيمګړتياوې به يې په ګوته كوئ فكر كوم دا د هغه د مخ پر بره تګ د تلوسې او ارمان يو ښه دليل دى.
مولانا الطاف حسين حالي د اردو له لومړنيو كره كتونكيو څخه يو ګڼل كېږي حالي د لوى شاعر مزار غالب شاګرد و او د هغه په اړه يې )يادګارغالب( ليكلى دى.
په 1893م كې د مولانا حالي ديوان د هغه له يوې اوږدې سريزې سره چاپ شو حالي د خپل ديوان په سريزه كې د شعر و شاعرۍ لپاره ځينې اصول ټاكلي وو او بيا يې د اردو شاعرۍ پر ځينو مهمو اضنافو هم اوږدې خبرې كړې وې. كه څه هم د حالي خبرو د هغه وخت د شاعران او ليكوالان هيجاني كړل او حالي يې په بدو رود ونمانځه خو كله، چې د احساساتو غبار د خلكو د قضاوت له هيندارو ورو، ورو لېرې شو، نو حالي د يوه ريښتني كره كتونكي په توګه وپېژندل شو كه څه هم د شعر او هنر په اړه د هغه ټولې خبرې سمې نه وې خو د راتلونكيو لپاره يې د لارې د پرانيستلو جرئيت وكړ.
حالي پخپله سريزه كې د شعر لپاره درې توكې ډېر اړين بولي، تخيل، د كايناتو ژوره مشاهده او د كلماتو مناسب استعمال يا د كلماتو تراشل.
مولانا حالي تخيل دكولر ج )1772_1834م( له انده راپېژني او وايي، چې تخيل د هغه محرك نوم دى، چې د اضدادو تر منځ پيوستون پيدا كړي او يا د يوه واحد يا همجنس توكي دا جزاوو تر منځ هم د بېلتون كرښې راكاږي. خو د مولانا په خبرو كې، چې ماته مهمه ده هغه دا ده، چې هغه د خپل وخت شاعرانو ته توصيه كړې وه، چې تخيل بايد د يوه سركش آس په څېر تل په قيضه كې وساتي. د هغه په اند كه پر تخيل د شاعر شعوري كنترول ختم شي په شعر كې به نه يوازې دا، چې شاعرانه منطق ورك شي، بلكې د لوستونكيو تر پوهې به هم لوړ شي.
متاسفانه، چې جلان صاحب كله كله د خپل تخيل سركش اس خپل سرته پرېږدي او دى، چې غواړي، چې د خپل پيام بار پر كومه لاره تر لوستونكيو ورسوي دده په فكر خو به رسېږي خو خبره بلې خوا ته تللې وي. د هماغه پورتني بيت د غزل مطلع ده، چې:
جانان چې كاڼې شي د غوښې له قالبه ووځي
زموږ له سترګو نه د سپينو اوښكو ژبه ووځي

يو خو دا، چې انسان يوازې د مسخ كېدو پر مهال له انساني قالبه وزي قالب د انسان همدا ظاهري شكل دى. موږ كه د كاڼي يو بت هم وګورو. هغه بېشكه، چې كاڼى دى خو قالب يې د انسان دى نو زه فكر كوم، كې يو څوك د غوښې له قالبه وزي او كاڼى كېږي بيا خو په پخواني  قالب او شكل كې هم نه پاتي كېږي. حال دا، چې د جلان صاحب مطلب يوازې دومره دى، چې )كله چې جانان سخت زړى شي( هغه ددې خبرې د تخيلي كولو او شاعرانه كولو لپاره داسې خبره كوي، چې دده له مطلبه ډېره لېرې او څه غير منطقي ده او دا، ځكه، چې دلته پر تخيل د شاعر شعوري واك يو څه كم شوى دى.
ښه په دوهمه مسره كې ددې خبرې لپاره، چې )نو موږ وژاړو( دا استعاره راوړي، چې )زموږ له سترګو نه د سپينو اوښكو ژبه ووځي(.
سمه ده، چې موږ د سترګو ژبه، د سترګو خبرې، د نظر خبرې، د خپګان يا تندې پر مهال د ژبې د وتلو تركيبونه لرو خو دلته له سترګو نه د اوښكو ژبه وتلې ده. اوښكې به هم ژبه وګڼل شي نو ژبه له سترګو راوځي؟
تاسو وګورئ، چې دا ساده خبره )كله، چې جانان سخت زړى شي نو موږ وژاړو( په څه ډول تركيبونو شوې ده. دا تركيبونه ددې پر ځاى، چې د شاعر په زړه كې پروت پيام تر موږ راورسوي نور ډېر څه له ځان سره راوړي، چې نه د شاعر مطلب دى او نه د لوستونكي. سمه ده، چې موږ د نورو څنګزنو معناوو د رسولو لپاره حتى ځانګړي صنعتونه )لكه ايهام او ايهام تناسب، ذوالمعنين...( لرو.
خو هغه مهال، چې د كلماتو او تركيبونو پټې او څنګزنې معناوې د شعر له نورو برخو سره كلكې اړيكې ولري او د ښكلا په رامنځته كولو كې مرسته راسره وكړي. دلته خو د تركيبونو غير ضروري معناوې، چې شاعر ورته په شعوري توګه متوجه نه دى د شعر د انتشار لپاره كار كوي او بس.
كله كله خو پر جلان د شعر د رنګينۍ مينه دومره غالبه شي، چې له ده سره په لاس كې موجود رنګونه په بيړه د شعر پر ديوال ور وشيندي بې له دې، چې د رنګونو تر منځ د يوه لوى انځورګر په څېر تناسب او اړيكې په پام كې ونيسي.
پكې تصوير مې د ښكلوكي جانان لولپه شو
د خيال هينداره كې مې شنې شوې د اورونو څڼې

استاد پسرلى وايي:
مه ضايع كوه تخم په ګارو كې
ناز نه راټو كېږي په هينداره كې

استاد ريښتيا وايي لومړى خو په هينداره كې د څه شي د راټوكېدلو يا شينه كېدلو امكان نشته او هغه هم بيا د اور د څڼو. د اور او وېښته اړيكې هم داسې دي:
مخ يې اور زلفې يې ځكه پرې تاو تاو دي
خو ويښته، چې اورته ونيسي تاوېږي

او يا:
مخ يې اور خط يې سبزه ده نه پوهېږم
چې د سبزه په اور كې څنګه زرغونېږي؟

ماته خو اور ته څڼې وركول او په هينداره كې يې راشنه كول د خداىج لاره نه ښكاري ځكه دا خو نه پاراډاكس دى او نه بل كوم صنعت. كه څه هم ځينې كره كتونكي تر ټولو لويه بې منطقي ښه شعر ګڼي خو ددې كره كتونكيو په ذهن كې هم يو بريد شته، چې تر هغې اوړېدل ښايي ورته شاعرانه ونه برېښي. اصلاً شاعرانه منطق هم يو څه دى، چې خلك يې ذكركوي. سمه ده، چې د شاعرانه منطق صغرى او كبرى بېل ډول دي خو د محتاطو او استادو شاعرانو په شعرونو كې ځينې پولې او بريدونه شته، چې دوى يې تل ساتلو ته وفادار پاتې كېږي.
د همدې غزل مقطع ده  چې:
اوس مـــې جــــلانه د شهيـد ارمـــان مـزار پـه پيـــڅو
ډيوې د وينو بلوي د پرهرونو څڼې

كله كله جلان داسې تشبيهاتو ته مخه كوي:
ګستاخ باڼه د جلان روح كنډول كې مست شور كوي
لكه د پېغلو په لاسو د بنګړو ژرب غږېږي

خو حال دا، چې ګستاخ باڼه د روح په كنډول كې دي، او بنګړي پر مړوندونو ژرب كوي. بله دا، چې د بڼو د رپ اواز )د جلان په اصطلاح مست شور )؟(( د بنګړو له شرنګ يا ژرب سره ډېر ورته والى نه لري.
په لاندې بيت كې باڼه د اداكار پر مټ له توپك سر تشبيه شوي دي.
د ناز رنګين فلم دې ګورم د ليمو په پردو
ستا هر باڼه دا ادكار پر مټ توپك تېرېږي

ځينې وخت له ځينو كلماتو سره شاعرانه چلند نه دى شوى او په شډل ډول د شعر رنګين چاپيريال ته د دخول اجازه وركړل شوې ده.
هلته ساينسدان د لوړ تخنيك په ناوړه ډبره تړي
دلته ګل ژبي سمندر په يوه خبره تړي
زه بې سواده يم په ټكي باندې نه پوهېږم
جانان دخولې ازموېښت  هم لكه كانكور اخلي

كه څوك په ژبه كې د حاضرو او غايبو محورونو پر ارزښت او د هغوى د پر ځاى كارېدنې په ميكانيزم خبروي، ښايي په لاندې بيتونو كې يې د كاږه شكست او څڼې لوېشه تركيبونه حيران كړي:
كاږه شكست كې جلان تمه د ژوندون نه لرم
بيړۍ، چې ماته شي ضروريې سمندر پټوي

او يا:
څنې لوېشه اوبه راكړه د قاتلې تندې شور شوم
ته د شنو د شتو سپرلى شوې زه د وچو غنو اور شوم

پر ځينو لاندې بيتونو يې هم فكر وكړئ:
د بنګاو د ياغستان ډيوې به لامستې شي
كه د خيرنو رڼاګانورنګ زړګي راوړي

خوله يې په پښو كې ده په يو چړب زر هيندارې ژويي
اوس د جوهرو پسرلي يو جادوګر پټوي

د څڼو رنګ، چې مې شي ساز د طبيعت درو كې
د ذات اوبه شم د شپې تور رګ كې سماته راشم

يوه بله خبره، چې ماته مهمه ښكاري دا ده، چې زموږ ځينې شاعران، چې جلان صاحب هم پكې دى په ځينوشيانو پسې داسې صفات او افعال تړي، چې اصلاً په هغوى كې دا ګنجايش نه وي. شاعر كولى شي، چې د حسن تعليل يا مدعا او مثل د جواز په لرلو د فطرت ځينې قوانين پخپل زړه په شاعرانه ډول داسې تعبير كړي، چې له حقيقت سره به هېڅ اړيكه نه لري، مثلاً پخه ميوه د خپل فزيكي جسم د لوئيدو له امله له شاخه لوېږي خو څوك د حمزه بابا يا استاد پسرلي لاندې بيتونه ردولى شي، چې د ميوې د لوېدلو لپاره خپل د لايل لري.
ځوان، چې شي راكوز به له پنداره شي
پوخ، چې شي بيا ګوره ثمر چېرته ځي؟

)حمزه بابا(
او يا:
اوړي هوښيارانو ته تل خپل خلك
پوخ، چې شي په څانګه ثمر پيټى شي

)استاد پسرلى(

موږ كه د غره سر تركيب كاروو دا خو تشبيه ده، ځكه د غره پورتنۍ برخه مو له انسان سره د تشبيه له امله سر بللې. مګر څنګه كولى شو، چې غرونو ته حركت هم وركړو؟ چې په عادي ژوند كې دا پېښه ناممكنه ده.
غرونه په ګونډو ګونډو ښوييږي په يو دنګ پسې په هر صورت ښايي ځينې راته ووايي، چې ورځه ياره دا د ساينس نړۍ نه ده، چې ته د هر څه لپاره ثبوت غواړې. ته لاد دوه جمع دوه له كړۍ نه يې راوتى.
هو! په دې كې شك نشته، چې ادب او هنر د ثبوتونو او لابراتوارونو نړۍ نه ده حتى په ساينس كې هم د ثبوت د فلسفې پلويان كله كله د ساينسي پر مختګونو په مخ كې خنډ شوي دي مشهور ثبوت پلوى ساينسدان )ماخ( د اتوم د نظريې مخالف وو ځكه هغه ويل، چې اتوم په سترګو ليدل كېږي نه خو ان سټاين به د دوى په اړه ويل ثبوت پلوي د دنيا )Cataluge( جوړول غواړي او زه د دنيا ماډل جوړوم.
د جلان نظمونه هم دده د غزلو په څېر دي په ځانګړي ډول د هغه چار پاره نظمونه، چې ژبه او ادا يې د غزل ده او موضوع، تسلسل او تصويرونو له پلوه نظمونه دي. د بغاوت په نوم په يوه شرنګېدلي نظم كې هغه غواړي د ټولنيز و منفي رواجونو او فكرونو تورې زولنې ماتې كړي او د بغاوت د لارې د ښكليو لارويو له قافلې سره ملګرى شي. شته لاهم ډېر خلك، چې بغاوت مقدساتو ته د سپكاوي او كنځلو په نوم پېژني خو بغاوت زما په فكر د ټولنې د فكر په كعبه كې د ولاړو باطلو بتانو ماتولو ته وايي.
لوى خلك زياتره لوى باغيان وي، ځكه هغه له ټولنيز شعور سره جوړېدلى نشي. د خداىج استازي او ټول لوى خلك د همدې ښكلي بغاوت لپاره رالېږل شوي وي. جلان صاحب وايي:
څوك، چې معصومې خنداګانې په ژړا اړوي
زه يې دښمن د صميميت او محبت ګڼمه
دوى د ژوندون د نزاكت په مانا نه پوهېږي
بس لارويان يې د ظلمت او د وحشت ګڼمه

او په پاى كې خپله پرېكړه په زغرده بيانوي:
دا، چې په منځ د عاطفو كې لكه اور ولاړ دى
توكل په خداى د خداى په زور د غرور غر اړوم
نور د پښتو جام كې اوبه د رواجونو نه څښم
نور د سپېڅلي بغاوت شراب په سر اړوم

په وريته غنم كې د يوې ساده بې تكليفه او كليوالې مينې ډېر ښكلى انځور كښل شوى دى. يو ځاى وايي:
زه، چې سحر له خوبه پاڅېدمه
ما د لمانځه نه پس ياسين ولوستو
تاته مې ډېرې دعاګانې وكړې
خوږو خوږو هيلو امين ولوستو

ددې نظم پاى ډېر عجيب او پاروونكى دى شاعر توانېدلى، چې د پښتو مېنو د مجبوريو او بې وسيو يو كامياب انځور وباسي.
هو! رانه هېروو دا په ډېره منه
يو څه مې تاته لېونۍ راوړي
د خړ څادر په خړه پيڅكه كې مې
وريته غنم درته ډالۍ راوړي

خو كله كله جلان صاحب په نظمونو كې هم د تخيل او دنګ خيال په لمسون داسې تصويرونه جوړوي، چې زه خو يې پخپله د تحليل او تجزيي په چل نه پوهېږم. په دوه پړكه سپوږمۍ كې نه يوازې دا، چې د تصويرونو د كړيو تر منځ شاعرانه او منطقي تړون ډېر كمزورى دى بلكې پخپله هم تصويرونه ګونګ او مغشوش دي په پيل كې وايي:
كه د جام نسكورېدو ته خوله د ګل شوې
پر اوبو به زرين شرنګ د زمزمې شې
بيا به ځي درپسې ټول د ګلو غرونه
بيا به پېغله شنه لمن د زمانې شې

تاسو فكر وكړئ شاعر دلته يو څه ويل غواړي خو زه نه پوهېږم څه به وايي؟ ځكه د هغه جوړ كړى انځور خبرې نه كوي ښايي هغه په زړه كې ورباندې پوه وي خو موږ، چې ذوقونه مو تنده غري دي څنګه پوه شو؟ كه د جام نسكورېدو ته خوله د ګل شوې. د ګل خوله د جام نسكورېدو ته؟ هغه د جام او ګل تشبهي اړيكه خوله نه يادوي، چې حميد بابا ورته اشاره كړې ده.
چې نظر يې د ګلرخ ساقي پر مخ شو
د نرګس له لاسه جام پرېوت نسكور شو

نه، ځكه خبره خويې د تشبيه په نيت نه ده كړې جام، چې كله نسكورېږي د ګل خوله هلته څه رول لري؟ والله اعلم.
ښه سمه ده يو څه خو به وي، چې شاعر پرې پوهېږي كله، چې د جام نسكورېدو ته خوله د ګل شي بيا به څه وشې؟
پر اوبو به زرين شرنګ د زمزمې شي
د اوبو له زمزمو منكرېدل نه دي پكار خو د اوبو زمزمې غمګينې، پاروونكې، خوشالوونكې وي زرينې نه وي ښه هر څنګه، چې وي زمزمې دي له پاسنۍ مسرې سره به يې د كومې اړيكې په ځنځير تړو؟
وروسته له دې، چې يو څوك د جام نسكورېدو ته د ګل خوله شي پر اوبو به د زمزمې زرين شرنګ شي بيا به څه كېږي؟
بيا به ځي درپسې ټول د ګلو غرونه
بيا به پېغله شنه لمن د زمانې شې

دغرونو له تګ سره كه څه هم زما ذهن ډېر نه دى جوړ خو فرضاً وبه منو، چې كله، چې يو څوك د جام نسكورېدو ته د ګل خوله شي هغه به پر اوبو د زمزمې زرين شرنګ شي د ګلونو غرونه به ورپسې د احترام په دود وروسته روان شي او د زمانې پېغله شنه لمن به شي. د زمانې پېغله شنه لمن به له كوم ارزښت څخه استعاره وي؟
ګورو، چې په همدا يوه تصوير كې نه د شاعر په هغه غوښتنه )شرط( پوه شوو، چې له ياره يې لري )كه د ګل نسكورېدو ته خوله د ګل شوې(.
او نه په دې پوهېدو، چې كه هغه د شاعر خبره )شرط( ومني، نو څه پېښه به وشي؟
په دې پسې وروسته بله غوښتنه كوي او هغه هم داسې ده.
د نازونو د سپرلي په ليچو واوړه
چې پر څڼو دې طبيعت شال د خندا شي
زره چاودې حوصلې مو كړه راغونډې
چې مېن مېن ماښام مو په نڅا شي

دا تصوير تر لومړى يو څه روښان دى خو پر څڼو د طبيعت د خندا شال جوړېدل ګونګه استعاره ده ورپسې وايي:
كه سكروټو له خماره څكه وكړه
بيا به ګورو، چې لذت كې مړينه څه ده؟
چې دې زړه د زړه په خوله كې مېن خوب شي
بيا به ګورو، چې ژوند څه دى مينه څه ده؟

)له خماره د سكروټو څكه( او )زړه د زړه په خوله كې د مېن خوب كېدل( او بيا د ټول تصوير تړاو د شاعر د غوښتنو له تسلسل سره يو څۀ تامل غواړي نظم په دې تصوير پاى ته رسي.
چې نظر دې د خوږو سترګو راخوږ شي
دې احساس كې د هيندارو ماڼۍ لامبي
د خامكو په دسمال كې مې چينه ده
پكې ستا غوندې سپينچكه جينۍ لامبي

د جلان په نغمو كې )بلكې د هغه په ټوله شاعرۍ كې( كله كله د )يز( له پايڅوړ سره د مينې پر بنسټ جوړ شوي تركيبونه سم وي كله كله خو كه سم هم نه وي دده د مطلب په رسولو كې مرسته كوي خو ډېر ځايه ښايي د هغه دا تركيب جوړونه د خوند پر ځاى بې خوندي رامنځته كړي.
موږ پسرلني رنګونه، قاتل  محيط، باراني ماښام... لرو ولې پسرليز رنګونه، قاتليز محيط، بارانيز ماښام وايو؟ كه د شعر له ځينو برخو سره د تناسب او يا )ښكلائيزو( اړيكو له مخې غوره شي ښايي هر څه شاعرانه وښكاري ګنې هر څه په غير شعوري توګه غوره كول شاعرانه چلند نه دى.
د جلان صاحب پر شعرونو ډېرې خبرې كېداى شي هغه كه تر ښو ښه شعرونه لري ځينې به كمزوري هم لري. د لويو غرونو تر منځ كوچني غرونه او غونډۍ لويو غرونو ته په تسلسل او ښكلا وركولو كې بې برخې نه وي. غني كشميري وايي.
شعر اګر اعجاز باشد بې بلند و پست نيست
دريـد بيضاهمه انګشتها يكدست نيست
ښايي زموږ خبرې له منطق او د كره كتنې له اصولو لېرې دي، ځكه هر سړى پيدا دى خپل خپل كار لره كنه.
خو دا خبره په ايمان كوم، چې زه دا هر څه له جلان او د هغه له شعر سره د اوږدې مودې د مينې په لمسون وايم ګنې د هغه شاعرانه ځواك تر ما ډېر زيات دى. زه كه د هغه پر شعرونو كله كله نه پوهېږم دا به د هغه ګناه نه وي ټول شاعران خو خپل ذوقي او خيالي بازان له ښاپيركو سره نشي الوزولى.
په پاى كې دا ويل غواړم، چې كه د ګران جلان د شعر ديګ يو څه د ډېر غير منطقي تشويق د ژبغړاندو لمبوله زوره خداىج وساته او په كرار، كرار پخېدو ته پرېښودل شو. ښايي په لنډه ګانده كې به داسې يو جلان ولرو، چې جلا خوند او جلا رنګ به لري.
د اوس لپاره خو ددې پر ګلپاڼو مېن بلبل دا ويلې نغمې هم ډېرو زړونو ته كوزې شوې دي او د ډېرو زوقونو دوعاګانې يې اخيستې دي.
سايل صاحب وايي:
ستا د ښايست د كوم ګل غږ واوري
ګلستان لوى دى دعوه ګير وړوكى