د راتلونکي کال ای پي ایل کې بیا اته لوبډلې لوبېږي.

د راتلونکي کال ای پي ایل کې بیا اته لوبډلې لوبېږي.


  • 9 مياشتي دمخه (21/12/2020)
  • خالد سهار
  • 304

د راتلونکي کال ای پي ایل کې بیا اته لوبډلې لوبېږي.

 

د هند غوره لیګ یا ای پي ایل سیالیو کې یو ځل بیا اته لوبډلې لوبېږي. ټایمز انډیا راپور ورکړی، چې د هند کرکټ بورډ غوښتل، چې د ۲۰۲۱ ای پي ایل کې به یو یا هم دوه ټیمونه اضافه کوي، خو اوس ویل کېږي، چې یاد کرکټ بورډ دغه پرېکړه بېرته اخیستې.

 

د یاد هیواد کرکټ بورډ ځېنې غړو ټایمز انډیا ته ویلي، چې راتلونکي ای پي ایل ته کم وخت پاتې او دوی نشي کولای، چې په دومره کمه موده کې دغه لوبډلې شاملې کړي.

 

 

باید یاده شي، چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالۍ د کرونا له امله په ټاکلې نېټه ترسره نشوې، خو دا چې د راتلونکي کال ای پی ایل سیالۍ به په ټاکلې نېټه ترسره شي که نه دا هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي.