هلمند کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

هلمند کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 11 مياشتي دمخه (21/12/2020)
  • خالد سهار
  • 317

په هلمند کې ۱۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالي اړوند دسمينار دښت په سيمه کې په مخامخ جګړه کې ۱۲ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

د دغې نښتې پر مهال د وسله والو طالبانو ۷ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي، دغه راز خبر پاڼه زیاتوي، چې دوه جسدونه، یو میل کلاشینکوف، یو پایه مخابره او یو عراده موټر سایکل هم د افغان ملي امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

افغان چارواکي وایي، د یادې نښتې پر مهال افغان ملي امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو لاهم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.