ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو یو بند جوړ شو

ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو یو بند جوړ شو


  • 9 مياشتي دمخه (19/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 358

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو یو مهم بند جوړ شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار په ارغستان ولسوالۍ هوزبابو سیمه کي د اوبو یو مهم بند جوړ شو، چي د ۱۲۶۰۰۰ مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.

له دغه بند ۱۰۰۰۰ جریبه مځکه خړوبېږي، چي په مرسته به یې د کرنیزو ځمکو د تخریب او سېلابونو مخه ډب او د چاپیریال ښکلا به ورسره زیاته شي.

په تېرو دوه کلونو کي د ارغستان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د مهار ۸۳ پروژې عملي شوي دي.