افغانستان او سیمه کې امریکايي اډې له خطر سره مخ دي

افغانستان او سیمه کې امریکايي اډې له خطر سره مخ دي


  • 7 مياشتي دمخه (16/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 217

 

امریکا وایي افغانستان او سیمه کې یې ځینې نظامي اډې د بریدونو له خطر سره مخ دي.

امریکایي رسنیو ته د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون یو ۱۶ مخیز سند په لاس ورغلی چې په هغه کې د ځینو ګواښونو او خطرونو یادونه شوې ده.

پنټاګون ویلي چې په امریکا او ځينې نورو هېوادونو کې یې نظامي اډې د سایبري او نورو مستقیمو بریدونو له خطر سره مخ دي.

پنټاګون خپلو نظامي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې هر څه وڅاري او د احتمالي خطرونو دفع کولو ته دې تیار وي.