عبد الله عبدالله وایي د سولې د مرکچي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وه.

عبد الله عبدالله وایي د سولې د مرکچي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وه.


  • 3 کاله دمخه (16/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1118

عبدالله عبدالله وایي طالبانو ته پکار ده چې اوربند وکړي.

د ملې مصالحې مشر عبدالله عبدالله وایي، د سولې مرکچي پلاوی بریالي وه، هغه نن په یوه غونډه کې ویلي،چې د سولې د مرکچي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وه، هغه ویلي دافغانستان په اړه اوس یوه نړیواله اجماع موجوده ده، خو په خبره یې نړیوال د داسې سولې ملاتړي دي چې تیرې لاسته راوړنې پکې خوندي وي. عبدالله عبدالله دلته په روان تاوتریخوالي اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو ته پکار ده چې یو دایمي اوربند وکړي.

تیره ورځ دوحه کې دافغان او طالب مرکچي پلاوو له لوري د سولې خبرو کې رخصت راغی چې افغان پلاوی کابل او طالب پلاوی بیا اسلام اباد ته لاړ.