د کرونا ویروس ۲۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.

د کرونا ویروس ۲۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.


  • 11 مياشتي دمخه (15/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 271

د کرونا پراختیا؛

هیواد کې د دغه ویروس ۲۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي، چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د تیرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د کرونا ویروس ۲۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي. په همدې موده کې بیا له یاد ویروس څخه ۹۰ تنه رغیدلي او ۲۶ هغو یې خپل ژوندله لاسه ورکړی.

له دې سره په ټول هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۴۹ زره او ۷۴۰ تنو ته رسیدلی. روغتیا وزارت پر خلکو غږ کړی، چې روغتیايي لارښوونو ته پاملرنه وکړي.