کابل کې د طالبانو یو مشر او درې غړي نیول شوي

کابل کې د طالبانو یو مشر او درې غړي نیول شوي


  • 9 مياشتي دمخه (14/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 288

 

ملي دفاع وزارت وايي په کابل کې د ملي امنیت ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې د وسله والو طالبانو یو مشر او د هغه درې کسان نیول شوي.

ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پولیسو او د ۱۱۱ مې فرقې ملي اردو ځواکونو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د طالب ډلې یو مشر عبدالباري له دریو نورو غړو سره نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوي کسان د کابل په شمالي ولسوالیو کې په وروستیو نا امنیو او د حکومتي چارواکو په وژنه کې لاس لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د حکومتي کسانو هدفي وژنې تر بل هر وخت زیاتې شوي او خلک یې اندېښمن کړي دي.