طالبانو د غور ـ هرات لویې لارې یو مهم پل الوزولی

طالبانو د غور ـ هرات لویې لارې یو مهم پل الوزولی


  • 1 کال دمخه (14/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 456

 

د ملي دفاع وزارت ویاند وایي، وسله والو طالبانو د غور ـ هرات لویې لارې یو مهم پل تخریب کړی دی.

که څه هم نوموړي ادعا کړې، چې دغه پل د طالبانو لخوا تخریب شوی، خو وسله طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده ، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، د عامه تاسیساتو ورانوول د منلو نه دي او طالبان باید د دې چارې مخه ونیسي.