د افغان دولت مذاکراتي ټیم روانه اونۍ کابل ته راځي

د افغان دولت مذاکراتي ټیم روانه اونۍ کابل ته راځي


  • 3 کاله دمخه (13/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1344

دوحه کې د افغان دولت او طالبانو له لوري د شلو ورځو لپاره د وقفې تر اعلان وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي په پام کې ده د افغان دولت مذاکراتي ټیم د لا زیاتو مشورو لپاره روانه اونۍ کابل ته راشي.

که څه هم ویل کیږي چې امریکايي چارواکي د کرېسمیس په رخصتیو تللي او دواړو مذاکراتي ټیمونو هم له همدې امله ۲۰ ورځې وقفه اعلان کړې خو د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړي وایي چې دا شل ورځنۍ وقفه د رخصتۍ په هدف نه ده اخېستل شوې بلکې په دې موده کې د مذاکراتو تېر جریان او راتلونکو پړاوونو په تړاو سلا مشورې کوي.

د ملي شورا غړي وايي په داسې حال کې چې افغانستان کې عملا جنګ روان دی شل ورځې رخصت د مذاکراتي ټیمونو مسوولیت نه منل ښيي.