بدخشان کې یخې هوا ۴ سرتیري وژلي دي

بدخشان کې یخې هوا ۴ سرتیري وژلي دي


  • 11 مياشتي دمخه (13/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 373

 

په بدخشان ولایت کې څلور سرتیري د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.

د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي، د سرحدي پولیسو د پنځم کنډک څلور سرتیري، چې غوښتل یې له (اشکاشم) ولسوالۍ څخه (شهدا) ولسوالۍ ته ولاړ شي، په لاره کې یې د سختې یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکي وایي، دغه سرتیري د جمعې په ورځ مړه شوي او جسدونه یې د یکشنبې په ورځ پیدا شوي دي.