کابل کې ماین چاودنې دوه تنه ووژل او دو نور یې ټپيان کړل

کابل کې ماین چاودنې دوه تنه ووژل او دو نور یې ټپيان کړل


  • 6 مياشتي دمخه (13/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 183

په کابل کې د مقناطيسي ماین چادونې له امله دوه تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي نن سهار ۷:۴۵ دقیقې د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند هوټل پروان سیمه کې پر یو لنډکروزر موټر د مقناطيسي ماین چاودنه شوې چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ویل کیږي دغه چاودنه د ولسي جرګې د یو غړي پر موټر شوې خو امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغې چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.