لغمان کې  د ډاکټر محمد ظاهر په نوم تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

لغمان کې د ډاکټر محمد ظاهر په نوم تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


  • 7 مياشتي دمخه (12/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 315

 

لغمان کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ډاکټر محمد ظاهر په نوم جوړ شوی تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شوو.

د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د معلوماتو له مخې چې د هندوستان هېواد په په مالي لګښت په ۷۵ جریبه ځمکه کې سلطان غازي بابا ښارګوټي اړوند R4  سیمه کې د هېواد  پخواني لومړي وزیر ډاکټر محمد ظاهر په نوم جوړ شوی پارک یې ګټې اخیستنې وسپاره.

نوموړی وایي، په دغه پارک ۳۱ میلیونه افغانۍ د هندوستان هېواد له لوري او ۳ میلیونه دمهترلام ښاروالۍ له لوري د اوبو سیستم، د ازادۍ څلي او سرسبزۍ کې په لګښت رسیدلي چې په یو نیم کال کې چارې بشپړې شي.