افغان سوکه توپ اچوونکي قیس احمد خپله لوبډله تر پایلوبې ورسوله.

افغان سوکه توپ اچوونکي قیس احمد خپله لوبډله تر پایلوبې ورسوله.


  • 1 کال دمخه (12/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1051

افغان لوبغاړي قیس احمد د لنکا کرکټ لیګ د کولمبو کینګز لوبډلې سره په ترسره کړو اتو لوبو کې د خپلې لوبډلې لپاره تر دې مهاله ۱۱ لوبغاړي سوځولي او د ډېرو ویکټ اخیستونکو بالرانو په لېست کې یې دویم مقام خپل کړی دی.  نوموړي د ډمبولا وایکنګ پر وړاندې د لیګ په وروستۍ لوبه کې دوه لوبغاړي وسوځول او د ۲۲ توپونو په لوبولو سره یې نیمه سلیزه ووهله. چې له دې سره یې خپله لوبډله تر بریا ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی هم حساب شو. 

 

د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ سوکه توپ اچوونکی قیس احمد د نیمه پایلوبې لپاره سبا ماښام د کولمبو کینګز لوبډلې سره لوبېږي.

 

ياده دې وي چې د لنکا کرکټ ليګ لومړي پړاو کې يوازې کينډي ټسکرز لوبډله له نيمه پايلوبې پاتې شوې او نورې څلور لوبډلې به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو يو د بل سره په نيمه پايلوبو کې د سياليو ډګر ته ښکته شي.