ایرلېنډ افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې کوي.

ایرلېنډ افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې کوي.


  • 7 مياشتي دمخه (11/12/2020)
  • خالد سهار
  • 334

د ایرلېنډ کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې درو یو ورځنیو سیالیو لپاره خپله ۱۶ کسیزه لوبډله وټاکله.

 

د راپورونو له مخې، د ایرلېنډ کرکت بورډ ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره ۱۶ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ، چې لوبډلمشري به یې انډریو بیلبیرني کوي. دا لوبې د راتلونکي نړیوال سوپر لیګ جام ته د لوبغاړو د غوراوي په موخه ترسره کېږي.

 

د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ کرکټ سیالۍ د افغان کرکټ بورډ په کوربه توب ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه به د جنورۍ په ١٨مه، دويمه د جنورۍ په ٢١مه او درېيمه د جنورۍ په ٢٣مه نېټه ترسره شي.افغان کرکټ بورډ بیا تر دې مهاله خپله لوبډله نه ده اعلان کړې.