راشد خان په اسټرالیا کې تمرینات پیل کړل.

راشد خان په اسټرالیا کې تمرینات پیل کړل.


  • 3 کاله دمخه (09/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1224

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د څوارلس ورځو کرنتین مودې له پای ته رسولو وروسته یو ځل بیا په اسټرالیا کې له خپلې لوبډلې اډلایډ سټرایکرز سره یو ځای شوی او تمرینات یې پیل کړي دي.

له راشد خان وروسته  مجیب الرحمن هم په اسټرالیا کې د کرونا ټیسټ مثبت راغلی و او اوسمهال په کوینز لینډ کې نوموړی تر درملنې لاندې دی

د یادونې وړ ده، چې د بیګ باش سیالۍ سبا پیلېږي، چې لومړۍ لوبه به د هوبارټ هوریکنز او سډني سیکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، خو د راشد خان لوبډله اډلایډ سټرایکرز به لومړۍ لوبه د ډسمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د هوبارټ هوریکنز پر وړاندې ترسره کړي. د اسټرالیا په بیګ باش سياليو کې نور افغان لوبغاړي، محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي.