قرغیو ولسوالۍ کې د اوبو د دوه سربندونو چارې پیل شوې

قرغیو ولسوالۍ کې د اوبو د دوه سربندونو چارې پیل شوې


  • 11 مياشتي دمخه (08/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 326

دلغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري د یولک دویشت زره امریکایې ډالرو په ارزښت د اوبو د دوو سربندونو د جوړیدو چارې  دمهاجرت نړیوال سازمان IOM ادارې له لوري چهارباغ  او عزیز خان کڅ سیمو کې پیل شوې.

د لغمان د کډوالو چارو  رییس انجینر شاکر الله شاکر وایي، ددغو سربندونو د جوړولو ټولیز لګښت يوسل دويشت زره (۱۲۲۰۰۰) امریکایي ډالر دی، چې د رغولو چارې به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

ښاغلی شاکر وایي، دغه دوه سربندونه چې د چهارباغ سرخابي سربند ۲۷۰ متره او د عزیز خان کڅ میاه بانډې ۱۶۰ متره اوږدوالی لري.

هغه وویل، یاد سربندونه په پاخه او اساسي توګه جوړیږي، چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا درې زره جریبه ځمکه خړوبه شي.