کونړ کې د مالټې حاصلات لس سلنه زیات شوي.

کونړ کې د مالټې حاصلات لس سلنه زیات شوي.


  • 6 مياشتي دمخه (08/12/2020)
  • خالد سهار
  • 202

د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږ کال د دې ولایت د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله لس سلنه زیات شوي دي. د دغه ولایت چارواکي وایي، چې په لسو ولسوالیو کې د مالټو ۷۵۰ بڼونه شتون لري او سږ کال یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دوی وایي، چې د مالټو سږني حاصلات به څه باندې ۹۸۸ ټنو ته ورسېږي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د دغه ولایت د مالټو حاصلات څه د پاسه ۸۹۸ مټریک ټنه یاد شوي وو.