د ۱۳۹۹ کال فوټبال سیالیو اتلولي د محمداغې اتفاق لوبډلې وګټله

د ۱۳۹۹ کال فوټبال سیالیو اتلولي د محمداغې اتفاق لوبډلې وګټله


  • 6 مياشتي دمخه (07/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 426

د ۱۳۹۹ کال فوټبال سیالیو اتلولي د محمداغې اتفاق لوبډلې وګټله.

لوګر ولایت کې د فوټبال د ۱۲ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې وې چې د محمداغې اتفاق او دوشیخ ځوانانو لوبډلو لار ومونده.

تیره ورځ د یادو لوبډلو ترمنځ د پاي لوبې سیالي ترسره شوه چې د محمداغې د فوټبال اتفاق لوبډلې ۶ پر ۵ د دوشیخ ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او ددغو سیالیو اتلولې خپله کړه.

د فوټبال په دغو سیالیو کې د محمداغې اتفاق لوبډلې لوبغاړی قیس ستانکزی د غوره ګول وهونکي په توګه وپيژندل شو، چې نوموړي د یادو سیالیو په لړ کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۱۲ ګولونه وهلي وو.

قیس ستانکزی چې ددغو سیالیو د غوره ګول وهونکي په توګه ټاکل شوی وایي، ډیر خوښ دی چې د خپلې لوبډلې لپاره یې دا ستر ویاړ تر لاسه کړه او زیاتوي که زمینه ورته برابره شي په ملي او نړیواله کچه هم د لوبې ترسره کولو لپاره پوره چمتوالی لري.

د لوګر د فوټبال فدراسیون رییس جاوید صدیقي د محمداغې اتفاق لوبډلې ته د یادو سیالیو د اتلولۍ د ګټلو تر څنګ وویل چې د لوګر د ځوانانو د لا ښې روزنې او فوټبال د پراختیا په برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي.