دامان کې موټر بم برید ۳۳ تنه ټپیان کړل

دامان کې موټر بم برید ۳۳ تنه ټپیان کړل


  • 11 مياشتي دمخه (07/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 569

 

د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ پر مرکز د موټر بم چاودنې له امله ۳۳ تنه ټپیان شوي.

د کندهار چارواکي وایي نن څه باندې ۱۰ بجې یو ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر څخه په استفادې د دامان ولسوالۍ پر مرکز چاودنه وکړه چې له امله یې ۳۳ تنه ټپیان شوي.

د کندهار د والي ویاند وايي له یادو کسانو ۱۸ تنه د ولسوالۍ په ودانۍ کې او ۱۵ تنه ولسوالۍ ته نږدې په یو کور کې ټپیان شوي چې په وینا یې ټپیانو کې ۷ ملکي مامورین، ۹ پولیس، ۲ د ملي امنیت سرتیري او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکي وګړي شامل دي.

د دامان ولسوال وایي د یادې چاودنې له امله د ولسوالۍ تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.

ددې پیښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.