د کابل، سرپل او فاریاب ولایتونو په اړوندو سیمو کې د څو چاودیدنکو توکو مخنوی شوی

د کابل، سرپل او فاریاب ولایتونو په اړوندو سیمو کې د څو چاودیدنکو توکو مخنوی شوی


  • 9 مياشتي دمخه (07/12/2020)
  • خالد سهار
  • 278

 

کورنیو چارو وزارت وایي، د ملي پولیسو منسوبینو د کابل، سرپل او فاریاب ولایتونو په مربوطه سیمو کې د څو بېلا بېلو کشفي عملیاتو په پایله کې د درېیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی. 

ویل کیږي دغه ماینونه د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سینمای پامیر سیمه کې، د سرپل ولایت د مرکز په اړوند "کورک عربیه" کلي کې، د فاریاب ولایت د اندخوی - قرغان ولسوالیو د لارې پر مسیر او همدارنګه د زرنج ښار د دویمې حوزې په اړوند سیمه کې هم یو اندازه چاودیدونکي مواد د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای شوي وو. 

کورنیو چارو وزارت دا خبره په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې ځینې پیښو چې ډیری یې د مقناطیسي ماینونو په مرسته کیږي، خلک اندیښمن کړي.