محب: راتلونکي سیاسي نظام کې به ټول اړخونه برخه ولري

محب: راتلونکي سیاسي نظام کې به ټول اړخونه برخه ولري


  • 1 کال دمخه (06/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 463

 

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار وايي، چې په راتلونکي سیاسي نظام کې به ټول طرفونه برخه ولري.

د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي دوی د داسې یوه نظام پر جوړولو فکر کړی چې د طالبانو په ګډون ټول اړخونه پکې شریک وي.

نوموړي د منځني ختیځ د امنیت او ثبات په اړه په یوه جوړ شوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او سره له دې چې طالبانو په ځلونو ژمنې ماتې کړې دي خو افغان لوری بیا هم ددې پلوی دی چې مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.

محب که څه هم د جوړېدونکي نظام بشپړ څرنګوالی مشخص نه کړ، خو له دې وړاندې دولت په جمهوري نظام او برعکس طالبانو بیا په "سوچه اسلامي" نظام ټینګار کړی دی.