دوحه کې د دواړو مذاکراتي ټیمونو ګډې کاري کمېټې ناسته کړې

دوحه کې د دواړو مذاکراتي ټیمونو ګډې کاري کمېټې ناسته کړې


  • 7 مياشتي دمخه (05/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 260

 

دوحه کې د دواړو مذاکراتي ټیمونو ګډې کاري کمېټې ناسته کړې.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند وايي، چې د شنبه ورځې په مازدیګر د طالبانو د مذاکراتي ټيم او د مقابل لوري د مذاکراتي ټيم ګډې کاري کمېټې ناسته تر سره کړه او په ناسته کې په عام ډول د اجنډا د څرنګوالي او جوړولو په اړه خبرې وشوې.

په ورته مهال د افغان دولت د مذاکراتي ټیم ویاند هم وایي، چې ګډې کاري کمېټې ناسته کړې او د اجنډا موادو ترتیب لپاره به سبا هم جلسه وکړي.