کابل کې درې تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.

کابل کې درې تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.


  • 1 کال دمخه (05/12/2020)
  • خالد سهار
  • 352

کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د کابل د خیرخانې په کوتل او څرخي پله دروازه کې، د دوه بېلا بېلو عملیاتو په پایله کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.

له یادو کسانو څخه ۱۰ کیلوګرامه چرس او ۱۹۲۲ قرصه "کا" نشه کوونکي تابلېتونه هم ترلاسه شوي دي.

باید یاده شي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.