نا اشنا سورلي

نا اشنا سورلي


  • 6 مياشتي دمخه (01/12/2020)
  • عبدالوکیل سوله مل
  • 583

ګاډی د هسکوغرونو په منځ کې په لوړ پېچومي کې پورته وخوت او بېرته په اوږده ځوړي لاندې درې ته راکېوت. هوار سيده سرک ته په رارسېدو د سورلیو له منځه یوه تن لاسونه پورته کړل: 

ـ یوه د خیر دعا! 

په ګاډي کې ناستو ټولو دولسو تنو مسافرو یې په ملتیا لاسونه لپه کړل او د ده د خیر دعا یې په لوړ آواز ورسره بدرګه کړه. ډرېور چې په ټوله لار یې لكه د ماشين خوله پرانېستې وه د څنګ سورلۍ ته ګډ شو:

پخوا چې به په دې پېچومي راوختلم، زړه به مې هوا وكړه؛ ته دا غرونه، بوټي او دا كمرونه ګوره کنه!  

له اشترینګه یې یو لاس راپورته کړ، لاندې درې ته یې ونیو:

 ګوره په هغو ژورو كې د اوبو هغه نرۍ ليكه څومره ښكلې برېښي!

بېرته یې لوی غر ته اشاره وکړه:

 ـ د خدای شان خو وینې چې په دې وچو كمرو كې څومره شنه بوټې را شنه شوي دي.

ایشترینګ یې بېرته په دواړو لاسو کلک ونیو، لکه کومه ناوړه پېښه او دردونکی یاد یې چې په ذهن کې راوګرځي، اوږده سا ه یې وویسته:

 خو اوس چې هر كيلو متر مخ ته ځم، اندامونه مې رېږدي چې بیا غلو لارنه وي نیولې!

د ده په خوا كې ناست سړي هم د ده د خبرو سره سر وخوځاوه: 

ـ خداې دې خپل رحم وكړي، نن سبا په دې مخلوق څه شوي دي، ګرد په ځناورو اوښتي دي، د هېچا په زړه کې نه مینه شته او نه رحم، بس پيسې دي او پيسې دي. 

ډرېور چې هم یې مخکې لار څارله او هم  یې خبرې کولې په ورو سر وخوځاوه:

 بالكل سمه خبره دې وكړه، په دې غرونو كې به هېڅ داسې ځناور ونه وينې چې د بل ځناور وينې وزبېښي خو موږ د پردو او يا د خپلو جېبو له پاره د خپل مسلمان ورور وينې زبېښو؛ وگورئ څه ښه باد ولگېده، څومره ښه وږمه ده!

ډرېور په ښیښه کې ورو ګوري بیا د درې ښي او چپ لورته په بیړه نظر وزغلوي:

 ـ خدای ښايسته وطن راكړی دى خو کاشکې د دې اوسنيو انسانانو په زړه يې ويښته نه وای را شنه كړي! سورلي چې لا یې هم د تنګي له نندارې خوند وړ، ورغبرګه کړه:

ـ غم هم دلته دی وروره! 

ټولې سورلۍ د سرک غاړې ته د رڼو اوبو د ویالې، لوی غر او سمسورو ونو په ننداره بوختې وې. یوازې موټروان و چې سيده یې مخامخ لار څارله. ناببره وړاندې د سرک په غاړه ولاړ کس چې موټرته یې لاس نیولی و د ټولو پام ځان ته راواړاوه؛ موټروان په ښیښه کې شاته ناستې سورلۍ له نظره تېرې کړې، په لویه لارکې د ولاړسړي په باب چې لاس یې موټرته نیولی و، وویل:

ـ راپورته یې کړم که نه، څه وایاست؟ 

د سورلیو له منځه یوه په لوړ آواز نارې کړې:

ـ استاذ په غم وانه وړو، غل نه وي، څوک یې وړاندې نه وي درولی!؟

بل له وروستي سيټه راغږ کړ:

ـ اوږده ږیره او سپینې جامې خو یې د ښه مسلمان ښکاري.

موټروان وخندل:

ـ ماما داسې ږیرورو یو ځل نه څو ځل لوټلی یم. 

سورلۍ ټولې لکه دموټروان په تجربه کې چې شریکې وي، غلې شوې؛ موټروان وویل:

ـ بله دا چې ډېری داسې کسانو سره کرایه هم نه وي، دا یې بیا بل جنجال!

دموټروان پسې په شاتني سیټ کې ناستې سپرلۍ راغږکړ:

ـ په کرایه یې چرت مه وهه، که هغه درنه کړه زه به یې پرې کړم خو چې نور روغ سړی وي.

 د ده له خبرې سره له ده سره څنګ کې د یوه سپین ږیري د خیر او نېکۍ حس هم راوپارېده:

ـ له خدایه به خیرغواړو، خدای زده نور موټر به راشي که نه؟ هسې نه شپه يي په لارشي!

موټرودرېد. موټروان سړي ته سترګې په ځیر ونیوې:

ـ وروره کرایه خو به درسره وي؟

سړي وخندل، هېڅ یې ونه ویل. موټر ته پورته او په شا تنۍ خالي چوکۍ کښېناست.

ګاډی روان شو. له لږ مزله وروسته موټروان د شاتني سیټ کسانو ته ورغږکړل:

ـ له دې ورور چې اوس راوخوت کرایه راواخلئ.

سړي برګ وروکتل، سر یې وښوراوه، په غوسه یې وویل:

ـ خلک په کېوتو کې کرایه ورکوي نه په راختو کې، لا ډېره لار پاتې ده!

موټروان چې په هېنداره کې د هغه غوسه ناکه څېره ولیده، په تندي کې یې ګونځې جوړې شوې. ژر یې ورغبرګه کړه:

ـ خو دغسې په لارکې چې مې څوک راپورته کړي، ډېرو بیا کرایه نه ده راکړې، بده یې مه ګڼه!

هغه چې د ده د کرايې ضمانت یې کړی و، د دوی په خبرو کې راودانګل، په سینه یې لاس کېښود:

ـ استاذه ما خو درته وویل چې زه دې ځای یم.

ګاډی روان شو، سپرلۍ بېرته د شاوخوا درې په ننداره شوې. له لږ مزله وروسته ګاډی ودرېد. یو تن چې له تشو بولو په عذاب و، له ګاډي کېوت؛ د هغه په کېوتو سره نوې راختلې سپرلۍ له وروستي سیټه د کېوتي سړي پر څوکۍ  کښېناست. 

سپرلۍ د نوي کس په دې حرکت سره وښورېدې، یوه بل ته وکتل، څوک موسک شول او ځېنو سترګې رډې راوویستې. کېوتی سړی له بولو راوګرځېد چې ویې لیدل پرڅوکۍ یې بل څوک ناست دی، خندا ورغله، ویې ګڼله چې ټوکه ورسره کوي خو د سړي بې پروايي او غرور یې غوسه راوپاروله، سترګې یې رډې راوویستې، لاس یې د هغه په اوږه کېښود:

ـ زما په ځای کې دې ځان څنګه سلېښ کړی دی، ځئ خپل ځای کې کښېنئ!

سړی لکه هېڅ یې چې نه وي آورېدلي، له ځا یه ونه ښورېد. د هغه په خبره یې هېڅ غوږ ونه ګراوه هغه ته چې پرڅوکۍ یې ناست و غوسه ورغله، له مټ یې ونیو، ټېل یې واهه. هغه چې لا هماغسې په څوکۍ ټینګ ناست و، هم راپورته او ځان یې ګوزارته جوړکړ خو د څنګ کس یې لاس ونیو. بل تن هغه چې څوکۍ یې نیول شوې وه شاته راکش کړ، هغه ته یې اشاره وکړه:

ـ سړی په سور نه دی ګذاره وکړه!

سړی شا ته چوکۍ ته لاړ خو له هغه ځایه یې لاس وخوځاوه، په لوړ غږ یې سړی وګواښه.

ـ زه به ده ته دا لېونتوب وښایم چې یو ځل ښارته ورسېږو.

سړی هم له ځایه پاڅېد خو نورو بېرته پخپل ځای کښېناوه، غوښتل یې دی هم څه ووايي خو یو تن يې په ننواتو په خوله لاس کېښود چې له څه ویلو ډډه وکړي.

په موټرکې داسې چوپتیا خپره شوه لکه موټرچې جنازه لېږدوي. اوس نو چا د موټرله ښیښو دباندې نه کتل، ټولو نوې راختلې سورلۍ څارله. موټروان هم وېرېده. هم یې په مخامخ لوی سرک نظر و او هم یې له خپلې هېندارې په وار وار نوی راختلی کس له سترګو تېراوه. نیمه ګړۍ نه وه تېره چې نوی راختلی کس له ځا یه راپورته شو، شا وخوا یې وکتل، شاته سورلۍ یې له نظره تېرې کړې؛ بیا يې موټروان ته وکتل، موټروان خوله خبرو ته جوړوله چې سړی ناببره د موټروان سره جوخت په ناست سړي لاس کېښود.

ـ راپاڅه زما په ځای کښېنه!

سړی لکه څوک یې چې پورې وهي او یا سخته سپکه سپوره واوري، د جګړې په پار له ځایه راپورته شو، په موټرکې ناستو سپرلیو هم غال مغال پیل کړ:

ـ ته لېونی یې که څه، څه درباندې شوي؟

سړي ناببره له ملا لویه چاړه راوویسته، د چاړې په لیدلو د ټولو سترګې رډې راووتې، موټروان هم وریږدېد؛ یوه سپین ږیري له شاه راغږ کړ:

ـ سړی په سور نه دی، اوس په بل غم وانه وړو، ګذاره وکړئ، ځه زویه څه دا څوکۍ او څه هغه. 

د سپین ږیري خبرې په نورو هم اغېز وکړ او د موټروان ترخوا له ناست سړي یې هیله وکړه، له زغم کارواخلي؛ سړي ومنله، خپل ځای یې چاړه په لاس سړي ته په منډه پرېښود. اوس نو په موټرکې وېره له پخوا هم ډېره شوه، له یوه بل سره خبرې ودرېدې. ټولو په سرزوري سړي فکرکاوه. سپرلۍ او موټروان نه یوازې سرزوري سړي ته سودا وړي وو، دباندې هم نوره رڼا نه ښکارېده، لار یوازې د موټر په څراغونو روښانه وه. ګاډي به نیمه ګړۍ مزل نه و کړی چې سړي پخپله موټروان له مټ ونیو: 

ـ موټر ودروه!

موټروان چې ترنورو ډېر بېرېدلی و، په ریږدېدلي غږ ځواب ورکړ:

ـ ولې خیریت خو به وي؟

سړی له ځایه پاڅېد:

ـ موټر زه چلوم. 

دا خبره لکه په موټرکې چې بم وچوي ټول وترهول. موټروان په روان تېز مزل کې له غوسې بې واکه بریک ونیو. سورلۍ یوبل ته په غېږ ورغلې. ټول له ځایه راولټېدل، لاسونه د ګوزار لپاره له هره ځایه چمتو شو خو د موټروانۍ  شوقي د هېچا د دړکو او ګواښ پروا ونه کړه او پخپله غوښتنه کلک ودرېد. په یوه لاس کې یې چاړه د موټروان مغزو ته ونیوه او بل لاس یې په کمیس کې ننویستی پرېښود. سپرلۍ بېرته په ځای کښېناستې، د سپرلیو له منځه یوه وویل:

ـ دا سړی راته څه بل شان ښکاري؟

او له دې سره ټولې سورلۍ داسې آرامې شوې لکه څوک یې چې په مرۍ چاړه راتېروي. موټروان له ځایه راپاڅېد، موټر یې په بیړه ودراوه، وروسته ناستو سورلیو ته یې مخ ورواړه لکه د ټولو خوله چې وګنډل شي، د چا له خولې سوڼ نه خوت. هغه سپین ږیری د کوم په سپارښتنه چې دی موټر ته راوخوت، په خواره خوله وویل:

ـ ور یې کړه زویه، نه چې سړی بله کانه ونه کړي او ټول تباه نشو!

موټروان د سپین ږیري خبره ومنله، څوکۍ یې خالي او هغه ته پرېښوده خو په داسې حال کې چې رنګ یې زیړ را اوښتی و او ټول وجود یې ریږدېده، په ورو وویل: 

ـ زه موټرورسپارم خو ځان نه، زه په هغه موټر کې نه ځم چې له موټروان  سره یې بلد نه اوسم.

بیا یې نوې نابلده سورلۍ ته مخ ورواړاوه:

ـ موټرمو نوشی جان خو زه درنه کېوځم. 

په ده پسې بلې سورلۍ غږ کړ:

 زویه موږ مو هم په دې ډار کې شریک یو خو زه سپین ږیری چې د مزل نه یم مجبوریم دا خطر ومنم. 

ـ یوه بل وویل:

ـ بابا زه دې هم ملګری یم. که موټر چپه شي ښايي سخت ټپیان شو خو که لارورکه کړو ښايي په ځناورو واوړو او د هغو د خوراک شو.

له دې سره سورلۍ په دوه ډلو ووېشلې شوې، څوک په موټرکې پاتې شول او نورو پخپلو پښو مزل ته غاړه کېښوده.

لندن ـ انګلستان

دشپې یولس بجې

د۲۰۲۰ میلادی کال د جون ۲