ماهره خان: د افغان کډوالو هیلې هم پوره کول غواړي

ماهره خان: د افغان کډوالو هیلې هم پوره کول غواړي


  • 8 مياشتي دمخه (24/11/2020)
  • اسير مشواڼی
  • 434

د ملګرو ملتونو لپاره پاکستان کې د افغان کډوالو سفیرې او مشهورې فلمي اداکارې ماهره خان له یو شمېر افغان ماشومانو سره کتلي.

ماهره خان وايي: '' افغان کډوال هم لکه د نورو خلکو غوندې هيلې لري چې کور او ارام ژوند ولري او ماشومان یې ښوونځي ته لاړ شي''

هغه وايي: '' د هرې ټولنې د پرمختګ لپاره تعلیم ته ضرورت دی، افغان کډوال هم غواړي چې پخپلو ماشومانو تعلیم وکړي او پرمختګ وکړي''

35 کلنې ماهره خان د ډېرو پاکستاني فلمونو او سیریالونو  تر څنګ د بالیووډ مشهور فلم (رییس) کې له شاه رخ خان سره هم کار کړی او راتلونکی نوی فلم یې (دي لیجينډ اف مولا جټ ) دی چې سږ کال به نندارې ته وړاندې شي.

***