رولا غني ښځې د هغې سولې ملاتړ کوي چي اتلس کلنې لاسته راوړنې خوندي شي

رولا غني ښځې د هغې سولې ملاتړ کوي چي اتلس کلنې لاسته راوړنې خوندي شي


  • 1 کال دمخه (23/11/2020)
  • خليل
  • 674

د ولسمشر غني مېرمن رولا غني د ژنیو ناستې ته په خبرو کې ویلي، افغان ښځې د هغې سولې ملاتړ کوي چې په کې تېرې اتلس کلنې لاسته راوړنې خوندي شي.نوموړې زیاته کړې،اساسي قانون د قومونو تنوع ته درناوی لري او د هرچا لپاره په کې ځای شته، طالبان هم په کې ځایږي او افغانان ورته ښه راغلاست وایي.

لومړۍ مېرمن وايي؛د نړيوالې ټولنې په ګډون موږ ټول په افغانستان کې د سولې غوښتونکي يو

‏پوښتنه مو دا ده چې آيا طالبان په واقعي توګه سوله غواړي؟ 

رولا غني د ژنیو د ناسټې پر مهال وویل؛ مونږ له هغې سولې ملاتړ کوو، چې په کې د ښځو حقوقو او د دیموکراسۍ لاسته راوړنې خوندي شي.میرمن غني وایي؛ مونږ به د سولې لپاره له شته فرصتونو ګټه پورته کړو.

‏د طالبانو موخې که هرڅه وي، خو موږ غواړو له دې فرصت څخه ګټه پورته کړو